مسعود پښتون
د تصوف له دریو مشهورو طریقو څخه یو هم دقادریه طریقه ده، چې بنسټ اېښودونکی یې شیخ محی الدین عبدالقادر ګیلاني بن ابي صالح چنګي دوست بن عبدالله بن موسی بن عبدالمخلص بن حسن المثنی بن علی بن ابي طالب دی. باید یادونه وکړم، چې په ځېنو کتابونو کې ابومحمدعلوی حسنی او په ځېنو کې وروسته له موسی بن عبدالله بن امام حسن ذکر راغلی دی. په شرق کې اولنی شخص دی، چې د اولیاء په لقب یادېږي او مریدان یې غوث الثقلین، شیخ کل، د مشرق شیخ او غوث ګیلانی یادوي. پروفېسور شوشتري ددې شیخ د زوکړې نېټه ۱۰۷۸م ۱۱۶۶م یادوي او د پېداېښت ځای یې د بین النهرین ګیلان او ځېنې یې بیا د ګیلان غرب خواته یادوي.
قادريه طريقه يو تربيوي ( روزنيزه ) سلوكي تگلاره ده، كومه چې د پوره اخلاص او د هر ډول ريا څخه د نيت پر پاكوالي سر بېره د هغو ادابو، قواعدو او اصولو سره موافقه ده، چي د سيدنا شيخ عبدالقادر الجيلاني رضي الله عنه څخه را نقل شوي دي او له نوموړي وروسته د قادريې طريقې رښتني مشايخ پر هغه لاره تللي دي. د اخلاق حميده (نيكواخلاقو) حاصلول او د اخلاق ذميمه ( بدو اخلاقو ) څخه د پاكوالي او لوى څښتن عزوجل ته د قرب (نزدېكت ) او د هغه د رضا وحاصلولوته لارښوونه كوي.
داراشکوه چې د شاه جهان مغولی پاچا زوی ؤ، هغه پخپل اثر (سکينت الاولياء) کې ليکي : بنای طریقه متبرکه قادریه بر طريق (صحو) یعني هوشیاری است و کثرت فتوح وعدم تقرس است صحر عبارتست از حصول مراد و صحبت حال.
د شيخ ابوالحسن علي ابن سليمان خباز څخه نقل دى، چي ماته په ۵۹۲هـ كال كي په بغداد كي شيخ عمران كيمياني او شيخ بزار وويل، چې د سيدنا و مرشدنا غوث الثقلين سيد شيخ محي الدين عبد القادر الجيلاني رضي الله عنه څخه و پوښتل شول، چې كه كوم څوك دا ارزو ولري او تاسو ته ځان منسوبوي، خوستاسو ته یې لاس نه وي نيولى ستاسو څخه يې خرقه نه وي غوستې، آيا دا ستاسو د ملگرو څخه شمېرل كيږي؟
سيدنا و مرشدنا غوث الثقلين سيد شيخ محي الدين عبد القادر الجيلاني رضي الله عنه و فرمايل: څوك چي په ما پوري ځان تړي او ماته ځان منسوبوي، نو الله تعالى به هغه قبول كړي او هغه زما د ملگرو څخه دى. الله عزوجل را سره ژمنه كړې ده، چي څوک ستاسو سره مينه او محبت كوي هغوى به جنت ته داخل كړم.
د تصوف په کردستان کې د کتاب لېکوال لېکي، شیخ عبدالقادر ګیلاني خپلې لومړۍ د حدیثو زده کړې له ابوبکرمحمد بن احمد وعلي بن احمد او ابوطالب بن یوسف څخه وکړې او قفه او د څلور مذهبونه (مالکي، حنیفي، حنبلي او شافعي) زده کړې یې له هبة الله بن مبارک او ابي ناصر څخه پر مخ یوړې، نوموړی زیاتوي، چې شیخ د لومړي ځل لپاره له شیخ سعدي سره د کعبې په طواف کې لېدنه کاته وکړل. د شیخ د وعظ او نصیحت لومړی ځای بغداد (باب حلیا) وي، چې وروسته وروسته یې په ۵۲۸هـ ق کال د ځان لپاره له بغداد څخه بهر د المخزومي نومې مدرسه اختیار کړه.
ګیلاني د یو نوي کلونو په عمر وفات شوی، چې د حنبلې مدرسې حقوقي رئس وي. نوموړی یو ډېر پرهېزګاره انسان وي، په خپل وخت کې یې ګڼ شمېر یهودیان او مسیحیان د اسلام په دین مشرف کړي دي. ددغې طريقې پيروان په عراق،مراکش، اندلس، افغانستان، پاکستان، هند او منځنۍ آسيا کې ډير زيات دي. د قادريه طريقې مريدان په رياضيت، خلوت او د مشايخو په مزاراتو باندې د خپل سلوک خاص او غوره آداب چلوي، لوی پير يې «شيخ عبدالقادر ګيلانی رحمة الله » دی، چې په غوث الاعظم دستګير سره شهرت لري. دی حنفي مذهبه ؤ، خو د فتوې په وخت کې به يې د شافعي او حنبلي مذاهبو څخه هم ګټه اخېستله.
د قادریه سلسلې د مشر ګیلاني مشهور اثار په لاندې ډول دي:
- فتوح الغیب با ترجمه و شرح از شیخ عبدالحق دهلوى در 316 صفحه
- الغنیه لطالب طریق الحق
- الفتح الربانى
- حزب بشائر الخیرات
- جلال الظاهر
- المواهب الرحمانیة و الفتوح الربانیة
- یواقیت الحكم
- الفیوضات الربانیة
د قادریه طریقې د نسب طریقه له حضرت نبي اکرم (محمد ص) څخه شروع کېږي:
حضرت محمد صلي الله علیه وسلم، حضرت علی کرمه الله وجهه، حضرت تحسن مجتبی (رض(، حضرت حسين شهيد کربلا (رض(، حضرت زین العابدین(رح(، حضرت محمد باقر(رح(، حضرت جعفر صادق(رح(، حضرت موسی کاظمی (رح(، حضرت علی رضا(رح(، حضرت معروف کرخی(رح(، حضرت سری سقطی (رح(، حضرت جنید بغدادی(رح(، حضرت ابوبکر شبلی(رح(، حضرت عبدالوحد تمیمي (میچنی) (رح(، حضرت ابوالفتح یوسف طرطوتی(رح(، حضرت ابوالحسن مکاری(رح(، حضرت ابوسعيد مخزومی(رح(، حضرت سید عبدالقادر ګیلانی(رح(، حضرت سید عبدالرازق(رح(، حضرت سید شرف الدین قتال(رح(، حضرت سید عبدالوهاب(رح(، حضرت سید بهاءالدین (رح(، حضرت سید عقیل (رح(، حضرت سید شمس الدین صحرايې (رح(، حضرت ګداء الرحمن اول(رح(، حضرت سید شمس الدین عارف(رح(
حضرت سید ګداء الرحمن ثانی(رح(، حضرت سید شاه فضیل (رح(، حضرت شاه کمال کیتلي(رح(، حضرت شاه سکندر(رح(، حضرت شیخ احمد فاروقي (رح)، حضرت محمد سعید فاروقی(رح(، حضرت عبدالاحد وحدت فاروقی(رح)، حضرت محمد عارف سنامی(رح(، حضرت میرزاجان جانان(رح(، حضرت عبدالله غلام علی (رح(، حضرت ابوسعيد فاروقی(رح)، حضرت شاه احمد سعید فاروقی (رح)، حضرت محمد عمر فاروقی (رح) او حضرت ابوالخیر عبدالله فاروقی (رح) دي.
شیخ ګیلاني شاعر هم وي، نوموړي په عربي ژبه ګڼ شمېر شعرونه لېکلي، داسې هم انګېرل کېږي، چې شیخ په فارسي ژبه هم ځېنې شعرونه لېکلي دي. ډېری پوهان او لېکوالان دا فارسي شعرونه نوموړي ته منسوبوي:
گـر بیائــى بســر تربـت ویرانــه مـــــا
بینى از خون جگر آب شده خانه مــا
فتنهانگیز مشو كاكل مشگیــن مگشــاى
تــاب زنجیــر نــدارد دل دیوانــه مــا
محیى بر شمع تجلاى جمالش مىسوخت
دوست مىگفت زهى همت مردانه ما
ناامیدم كردى از خود اى خوش آن روزى كه من
آرزوى بـــوس و امیـــد كنارى داشتم
هر دوعالم را ز یك پرتو سراسر سوختى
آفتاب از آتش من گرد شادى داشتــى
شیخ عبدالقادر د خپل ځان په اړه وایي :
شكر اللَّه كه نمردیم و رسیدیم به دوست
آفرین باد بر این همت مردانه ما
همدارنګه شیخ یوه قصیده هم ویلې، چې د غوثیه په نوم یادېږي، دا قصیده اته وېشت بېته ده، د خپلو روحي مقامونو په اړه ویلې ده. کیوان قزویني په اول جلد د کیوان نامه په ۱۴۷ صفحه کې ليکي: ولي هغه چاته ویل کېږي، چې د کرامت څښتن واوسي او د لومړي ځل لپاره د ولي لقب شیخ عبدالقادر ګیلاني ته کارول شوی دی.
د سید حاج اسمعیل بن السید محمد سعید القادري په الفیوضات الربانیة في الماثر والاوراد القادریه نومي کتاب کې، چې په مصر ي عربي لېکل شوی، په ۱۰۶ صفحه کې د ګیلاني درې ورقې لقبونه ذکر کړي، چې د هغو لقبونو څخه یې ځېنې دادي:
شمس بلاافل – در بلا مثل – بدر بلاكلف – بحر بلا طرف – بازاشهب – محیى الرمیم – جمال اللَّه – سیف اللَّه المسلول – شیخ الكل – كافى المهمات – ذاالمذهب الحنبله – قطب الاقطاب ملك الزمان – وارث كتاب اللَّه – فرد قطب ……… !
په هند کې د قادریې طریقې رواجول د سید صفی الدین ګیلاني پواسطه په (۵۴۸- تر ۶۵۰) هجري کې وفات شوی دی. سید ابوعبدالله محمد غوث ګیلاني د شیخ عبدالقادر ګیلاني اتم خلیفه په هند کې دغې طریقې ته زیات مریدان پیداکړل. په قندهار کې د سید حسن نقیب الاشرف د کورنۍ پواسطه د اطریقه زیاته مروجه شوه، ددې طریقې مشهور پېرویان په افغانستان کې د ګیلاني کورنۍ ده. سید محمود گیلانی ددې طریقې مشر یادېږي او اوسنی خلیفه یې پیر سید احمد ګیلانی دی، چې د افغانستان د ملی محاذ د تنظیم مشری هم دی، پېر احمد ګیلاني د شرآغا جان زوی دی. سید عبدالقادر ګیلانی هم ددې کورنۍ تصوفی او عرفانۍ عالیمقامه منور شخصیت او ددې طریقې خلیفه دی، د هجرت په سختیو کې هم د کویټې په ښار کې د قادریې دربار چلوونکی وي .
د قادريې طریقې اذکار:
۱- لااله الاالله: ۱٦۵ واره پر لطيفه صدر ويل کېږي.
۲- اللهﷻ: پر لطيفه قلب، ويل کېږي.
۳- هُوَ: پر لطيفه روح، ويل کېږي.
۴- حَيٌ: پر لطيفه سِر، ويل کېږي.
۵- واحدٌ: پر لطيفه نفس، ويل کېږي.
٦- ياعزيزُ: پر لطيفه خفي، ويل کېږي.
۷- يا وَدُودُ: پر لطيفه خفْی، ويل کېږي.
دغو اوو ذکرونو ته اصول وايي او پاته شپږ ذکرونو ته فروع وايي:
۸- حَقٌ: پر لطيفه قلب ويل کېږي.
۹- قَهَارٌ: پر لطيفه روح ويل کېږي.
۱۰- قَيُومٌ: پر لطيفه سِر ويل کېږي.
۱۱- وَهَابٌ: پر لطيفه نفس ويل کېږي.
۱۲- مُهَيمِنٌ: پر لطيفه خفي ويل کېږي.
۱۳- باسطٌ: پر لطيفه اخفْی ويل کېږي.
(لااله الاالله) ۱٦۵ واره پاته ۱۲ هر يو سل واره ويل کېږي.
«چي څوک ستاسو سره مينه او محبت كوي هغوى به جنت ته داخل كړم.»
دا پورته او داسې نورې ډیرې خبرې چې پدې لیکنه کې یې یادونه شویده د الله جل جلاله د مقدس کتاب قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه و آله و سلم د مبارکو احادیثو سره په ښکاره ټکر کې دي. والله أعلم بالصواب.
ځان نه لګيا ده هسي خرافات دي دا هسي ددي ځينو خلکو کاروبار ده دا خلک له دين سره ډيره کمه اشنا يې لري
د سید احمد ګیلانی او د هغه د کورنۍ او حتی پلار او نیکه کړنی ئې په هیڅ توګه د یو رښتینی پیر او مرشد غوندی نه وې خصوصاً خپله سید احمد ګیلانی خو خر کُسمادر او د انګرېز مخلص مزدور ؤ
پښتون قوم بېچاره د فرهنګی نظره د سخت زړه سوی وړ دی