دا لیکنه په ټول 2016 کال کې د افغانستان د پېښو نندارتون یا بشپړ انځور نه؛ خو په دې کال کې د افغانستان د عمومي وضعیت، روان حالت، دریځ او راتلونکو ورځویو تت غوندې انځور هرومرو بلل کېدای شي.
تېره اونۍ (چهارشنبه د سپتمبر 14) د ملګرو ملتونو د امنیت شوری په یوه غونډه کې په افغانستان خبرې وشوې.
امنیت شوری د ملګرو ملتونو د منشور د 24 مادې له مخې، د دې ټولنې تر ټولو ځواکمنه، پیاوړې او اصلي برخه ده چې د نړیوالې ټولنې د سولې او امنیت دنده په غاړه لري.
کله چې په دویمه نړیواله جګړه کې، د وخت سترو پوځي- سیاسي ځواکونود سولې له پاره د یوې نړوالې ټولنې د جوړېدو هیله څرګندوله، د (دو مبارتن اوکس) غونډې په خپله طرحه کې د امنیت شوری د جوړېدو خبره ځای کړه. دې شوری به دنده لرله چې نړیوالې سولې او امنیت ته د ورپېښو ګواښونو په وخت کې بېړني اقدامات او حتی پوځي اقدام وکړي!
امنیت شوری پنځه دایمي غړي (امریکا متحده ایالات، چین، فرانسه، برتانیا او روسیه) او 10 لنډمهاله غړي لري. د دې شوری پنځه دایمي غړي د (ویتو) حق لري او لنډ مهاله غړي د ټاکلې مودې له پاره د نورو هېوادونو له خوا ټاکل کېږي.
لنډه دا چې په اوسنۍ نړۍ کې د ملګرو ملتونو امنیت شوری غونډې او پرېکړې خورا درنې او عملي دي او باید جدي وبلل شي.
د چهار شنبې په غونډه کې د روسیې فدراسیون او نیوزیلند د استازو خبرو دا وښوده چې د افغانستان له پاره د (بن) بنسټ ناسم اېښودل شوی او په دې هېواد باندې د امریکا ناتو او نورو ملګرو هېوادنو د یرغل په شپاړلسم کال کې حالت داسې دی چې د (ویتالي چورکین) او (موري مککولي) په خبرو کې یې وینو.
په امنیت شوری کې د روسیې دایمي استازي ویتالي چورکین وویل چې د افغانستان د امنیت اصلي مسوولیت د امریکا متحده ایالاتو او ناتو په غاړه دی چې اوس ښه نه دی.
ده وویل له ټولو هڅو سره- سره د افغانستان حالت د منلو وړ نه او جګړه د هېواد بېبلابېلو برخو ته پراخه شوې ده. چورکین وویل د طالبانو غورځنګ د مشر ملا منصور وژل کېدو، د حقاني شبکې په شان د نه پخلا کېدونکو رادیکالانو اغېزه او قوت ډېر کړي چې وضعیت یې خراب کړی.
ده ټینګار وکاوه چې د IS یا اسلامي دولت د لمنې پراختیا او په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په شمالي سیمو کې له IS سره نورو مخالفو وسله والو ډلو یو ځای د یو ځای کېدو احتمال، وېره ډېره کړې.
ده وویل که د دې بهیر مخه ډب نه شي، ښایي په نوي کال کې له یوه ستر ځواک سره مخامخ شو.
په همدې غونډه کې د نیوزیلند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي موري مککولي د افغانستان په حکومت نیوکې وکړې. نیوزیلند اوس د دوهم ځلې له پاره د امنیت شوری مشري کوي.
موري مککولي وویل اوس هغه وخت راغلی چې په دې هکله صادقانه خبرې وشي چې ولې په افغانستان کې سوله نه راځي؟
مککولي وویل نیوزیلند په تېرو یوولسو کلونو کې په دې هېواد کې 3500 سرتیري درلودل چې یو شمېر ووژل شول او دلته یې ډېرې پیسې لګلولي.
ده ویلي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د نړیوالې ټولنې له پراخ ملاتړ سره- سره لا هم په افغانستان کې د سولې څرک د دې له پاره نشته چې حکومتولي کمزوره ده!
مککولي وویل دوه کاله مخکې د ملي یووالي د نوي حکومت جوړېدو، له شخصي ګټو او فساده د افغانستان د پاک کولو له پاره نوې هیلې وغوړولې؛ خو موږ اوس څه وینو؟
مککولي د ملي یووالي حکومت په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو په راوستلو او د ولسي جرګې د ټاکنو په تر سره کولو کې ناکم وباله او وې ویل چې دا د حکومت مشروعیت ته زیان رسوي.
په دې غونډه کې د افغانستان استازی پاکستان پړ وباله، چین په افغانستان کې د سولې ننګه وکړه او ایران د داعش د پیاوړتیا وېره ښکاره کړه.
سره له دې چې په یوه لنډه لیکنه کې د افغانستان د روانو حالاتو بشپړ انځور نه شي وړاندې کېدای؛ خو دا د هغه سلګونو او زرګونو خبرو ښکارندویي کولاي شي چې د افغانستان په هکله شته او ټولې په ګډه وایي چې افغانستان د (عربستان) په ځای د (ترکستان) په لور روان دی او که د ژغورنې هڅې پیاوړې نه شي؛ نو د پای کرښه نژدې ښکاري! په همدې اونۍ کې د شفافیت نړیوالې ټولنې بیا اعلان وکړ چې افغانستان له بده مرغه له شمالي کوریا او سومالیا څخه وروسته د نړۍ درېیم ډېر فاسد حکومت لري. ښکاره خبره ده چې هېڅوک هم له درېیم درجه فاسد حکومت څخه د لویو، غټو، ملي او هېوادپاله پروژو د اجرا او پرمختګ تمه نه شي کولای؛ ځکه چې درې حکومتونه چې هر څه کوي، د ځان له پاره یې کوي!
اوس به د دې لیکنې په پای کې په Face book کې په افغانستان کې د امریکا او ناتو د پخواني قوماندان، د CIA د پخواني مشر جنرال دیوید پیتریوس د یوې لنډې ویدیو په هکله خبرې وکړو.
په ویډیو کې ښکاري کله چې جنرال د یوید پیتریوس په امریکا کې دفتر یا کور ته روان دی، یو شمېر خلک یې پېژني، ټول سپکې سپورې ورته وایي ناکامه یې بولي او تر ډېره ځنډه یې ښکنځي او رټي!
د امریکایانو دا منفي غبرګون په څرګنده توګه وایي چې د امریکا خلک پزې ته رسېدلې او د افغانستان او نورو هغه نړیوالو موضوعاتو حل ژر او رښتیانی حل غواړي چې پیتریوس غوندې خلک یې مسببین بلل کېږي دوه ورځې مخکې د امریکا د مشرانو جرګې څو غړو هم د افغانستان په چارواکو غږ وکړ چې ژور بدلونونه په پام کې ونیسي او له اداري فساد سره پراخه مبازره وکړي او که نه په هغه پنځو بلیونه $ مرستو کې کمی راتلی شي چې امریکا یې هر کال افغانستان ته ورکوي!
عجیبه ده امریکا هم زموږ له پاره ملي یووالي حکومت جوړوي او هم له اداري فساد سره ستره مبارزه او بریالي ګامونه غواړي!!!
شیخ هم دا کوي هم دا!!
هم می ووژنی پخپله هم په ما باندی ژړاکړی««»» څه ښه یار دۍ ښه یی مینه، وژل هسيشیون هسی!