تاند- په هند کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي نن /چهارشنبه/ له دندې استعفا وکړه. ابدالي په څو ټویټري پیغامونو کې د استعفا په اړه خپله پرېکړه «سخته او جذابه» بللې ده.
«استعفا یوه سخته خو جذابه پرېکړه: هند ته د افغانستان د جلالت ماب ولسمشر له بریالي سفر سره په یو وخت ما نن په هند کې د افغانستان له سفارته استعفا وکړه. په هند کې ۶ کاله خدمت په رښتیا چې زما لپاره لوی ویاړ او فخر و.»
ابدالي همداراز لیکلي چې هند ده ته د دوو لسیزو سیاسي فعالیت په موده کې پناه، پوهه او تجربه ورکړه.
ابدالي د هند له ملت او حکومته د مننې په ترڅ کې لیکلي«په هند کې مې د خپل هیواد لپاره په کلونو خدمت وکړ، احساس کوم چې خپل هیواد ته لاړ شم او په هیواد کې دننه د خپل هیواد خدمت وکړم.»
ښاغلي ابدالي همداراز ویلي چې د ده د سفارت په موده کې د هند او افغانستان اړیکې نورې هم غوړېدلي دي.
ابدالي په خپل ټویټري پیغام کې له هند سره د اړیکو په اړه دغه راز لیکلي«د اړیکو لپاره زموږ توقع د اسمانونو حد ته رسېږي. ژوندۍ دې وي د هند – افغانستان دوستي.»
په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت سرچینې وايي چې ابدالي به کابل ته لاړ شي او په یوه بله دنده به کار پیل کړي.