تاند- په داسې حال کې چې د شینډنډ د ګڼ نفوسې ولسوالۍ او سیمې اوسېدونکي په همدې نوم د جلا ولایت غوښتنه کوي، د هرات ولایتي اداره وايي چې حاضردمه هڅه روانه ده چې شینډنډ په پنځو ولسوالیو ووېشل شي.
د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، تراوسه پورې مرکزي حکومت په شینډنډ کې د دوو ولسوالیو له تاسیس کېدو او د هغو د امکاناتو له برابرولو سره موافقه کړې ده او ټاکل شوې ده چې د دغو دوو ولسوالیو ولسوالان ژر په کار پیل وکړي.
ده همداراز وویل، له دوو میاشتو راهیسې په شینډنډ کې د دوو نویو ولسوالیو د جوړېدو کار روان دی.
د هرات ولایتي شورا یو شمېر غړي پر ۵ ولسوالیو د شینډنډ د وېشل کېدو او پر یوه نوي ولایت د دې پراخې او ګڼ نفوسې سیمې له بدلېدو سره مخالفت کوي.
د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې ولسمشر غواړي چې شینډنډ په ۵ ولسوالیو ووېشي خو دا په داسې حال کې ده چې حاضردمه شینډنډ، چې لا وېشل شوی نه دی، ولسوال نه لري او چارې یې سرپرست پر مخ بیايي.
د ولایتی شورا ډېری غړي دا مني چې شینډنډ پراخه او ګڼ نفوسه سیمه ده او د دې لپاره چې په دې سیمه کې ناامنۍ پای ته ورسېږي، پکار ده چې د یوې ادارې پر ځای ورته څو ادارې جوړې شي.