د سګرېټ وروستی تریخ دود مې تر ستوني تېر کړ، د پوزې سوري مې وتخنېدل، د کمپیوتر پر توره ښیښه کې خپلو ببرو وېښتو ته ځیر شوم، د کیڼ لاس ګوتې مې خلاصې کړې، سګرېټ پر وچو پاڼو پرېوت، له پِلتر یې نری لوګی پورته کېده… .
پر لرګینه چوکۍ اېښی کمپیوتر مې چالان کړ، د تېر په څېر یې پر صفحه د فایلونو حساب نه کېده، یو پولډر مې پرانیست، پر ګڼو عکسونو مې سترګې ولګېدې، پر ماوس مې ګوته تخته کړه، تصویر راواوښت؛ یو ځوان په خندا د پراخه سړک پر غاړه روان و، ترشا یې لوړ- لوړ بلاکونه ښکارېدل، د سړک پر دواړو غاړو د ناجو لوړې ونې شنې ښکارېدې، پر اسمان تار- تار ورېځ خوره- وره وه، ځوان د یوې کوچیني هلک تر سپین مړوند ګوتې تاو کړې وې، د تصویر پر څنډه په انګرېزي تورو لیکل شوي وو: ((نن مې زوی ته په ښوونځي کې د عمومي اولمنرهګۍ په پار لوی مراسم نیول شوي، اوس ور روان یوو؛ خو زوی مې دومره پاذاب دی، وایه پلاره زر راځه چې استادان مې جایزه بل چاته ور نه کړي… اسټرالیا)).
تصویر مې بند کړ، د څنګلې وچ هډوکی مې د چوکۍ پر اوسپنه ولګاوه، ورغوی مې تر زنه لاندې کړ، چورت مې ونیو، د خپل هېواد پر ککړ سړک مې د یوې ډلې وېرېدلو ماشومانو څېرې پر خیال کې تېرې شوې، دا ننداره مې سترګو ته د یو متحرک تصویر غوندې نیږدې کېده؛ د یو ماشوم پر شا د کتابونو شنه بکس ته ځیر شوم، له خلاص شوي ځنځیر یې د بېقایې کتابچې کونځې کونج راوتلی و، ماشوم منډې وهلې، پر بکسه یې د یونیسف سپینه ټاپه ځای- ځای په وینو سره وه.