لېکنه: آغاملوک سهار

د شین نهنګ (‌Blue Whale) انټرنیټي لوبي له امله په دي وروستیو کې تر ۱۳۰ ډیرو ځوانانو په روسیه کې ځان وژنه یا خودکشي وکړه.

دا لوبه اصلاُ په ۲۰۱۳ کال کې په روسیه کې رامنځه سوه، خو په ۲۰۱۵ کال کې یې ځونان دې ته وهڅول چې خود کشي وکړي، او په ۲۰۱۶ کې په روسیه کې د دې لوبې له امله خودکشي یا ځان وژنه نوره هم ډیره سوه، او دې لوبې اوس هند، امریکا متحده ایالاتو، چيلي، سعودي عربستان، اوکراین،… او بالاخره تیره اوونۍ په ایران کې هم دوې نجوني ځان وژلو ته تشویق کړې. داسي ګنګوسي دي چې په پاکستان کې هم خپره سوي ده، او نورو هیوادونو ته د خپریدو په حال کې ده.

دا لوبه د فیلیپ بودیکین په نوم ۲۲ کلن روسي ځوان، چې د اوراپوهني (psychology) له پوهنتون نه ډراپ سوي، رامنځته کړه، بودیکین که څه هم اوس په زندان کې دي خو لوبه روانه ده.

تر اوسه دي لوبې تر ډيره نوي ځوانان وژلي، عمر یې له ۱۱ کلنې تر ۲۱ کلنې پورې ده، خو تر اوسه یې تر هلکانو، نجونې ډیري وژلي.

د دې لوبې نوم له شین نهنګ (‌Blue Whale) نه اخسیتل سوی، ځکه نهنګ په نامعلومو دلایلو ځان د سمندر غاړی ته وړي او ځان وژني. تر اوسه هیڅوک په دی دلیل نه پوهیږي چې ولي نهنګ داسي ځان وژني، نو ځکه دی لوبې ته هم د شین نهنګ ننګوني یا (Blue Whale challenge) ویل کیږي.

لوبه پنځوس پړاوونه لري، په پنځوس ورځو کې بشپړیږي او پنځوسمه ورځ، لوبغاړی خودکشي کوي.

دې لوبې ته مسقیم هیڅ لینک نه پیداکیږي، له روسیې وروسته په هند کې دې لوبې ډیر ځونان ووژل نو ځکه د هند د مخابراتو وزارت په ګوګل، فیسبوک او یاهو کې د دې لوبې لینکونه لیري کړل.  په ګوګل ستور او پلې سټور کې د دې لوبې هیڅ اپلیکشن هم نسته، که به دې نوم څه و، هغه اصلي نه دي. خو داسي راپورنه سته چې د فېسبوک په ډول  روسي ټولینزه شبکه (VK.com) چې د ازبکستان په شمول په اورکاین او ځینو نورو هیوادونو کې کارول کېږي، او ۴۱۰ میلیونه کاروونکي لري (زه خپله په ویکي ډات کام کې اکاونټ لرم)، دې لوبې ته د یو کس ننوتلو ډیر امکانات سته. خو فیسبوک او وټس اپ او  نورو شبکو له لارې هم د یو لینک یا ویډیو له لارې یو کس دي لوبې ته ننوځي.

 د روسیې پولیسو رسنیو ته ویلي چې لوبې ته لاس رسي خپله د دې لوبې د مدیرانو له خوا کیږي، لومړي وړ کس تشخیص کیږي او وروسته د لوبې د مدیر له خوا اړیکه ورسره نیول کیږي، په وروستیو کې د دې لوبې یو بل مدیر الیا سدرایف (ilya sidorav) هم په مسکو کې ونیول شو.

د روسې او هندي رسنیو له قوله، دي لوبې ته د ننوتلو وروسته د یو کس ټول محرم شیان لکه شخصي عکسونه، ویډویګاني، صوتي پیغامونه او د اوسیدو ځان د لوبې مدیرانو ته په لاس ورځی، که هغه کس لوبه ونه کړي بیا یې تهدید وي.

لوبې ته له ننوتلو نه وروسته د لوبې مدیر هره ورځ لوبغاړي ته د ورځي یوه یوه دنده ورکوي، لومړني ورځ ورته ویل کیږي، چې په لاس باندې د شین نهنګ نښان د چاړې په وسیله ولیکه او عکس راته ولیږه. په دوهمه او دریمه ورځ دیته ورته دندې ورکوي چې په ټوله کې له ځانځوروني (مازوخیزم) نه لوبه پیل کیږي، له لسمي ورځي وروسته غمجنې سندري ورکوي، ورته وايي چې د بام په څوکه کینه یا په څوکه ګرځه یا د ریل ګاډي په لیکه ګرځه او لوړ ځای ته وخیزه  او دا سندرې اوره، او یوه  ورځ داسې هم ورته ویل کیږي چې نن به له هیچا سره خبري نه کوي.

 په ۳۰-۴۹ ورځی ورته وایې چې د سهار په (04:20AM) څلور بجي او شل دقیقې په هر شپه راکینې، او هغه ویډویوګانې چې دوي ورته لیږي، هغه به ویني (ما دا ویډویکاني ډیري ولیدي، چې وحشت ناکي صحني لري، غمګیني سندرې لري، چې انسان ته نور ډیپریشن وراچوي او دا احساس ورکوي ځان وځوروه یا ته بي اهمیته یې او په دې نړۍ کي ځای نلري، د سهار دا وخت هغه وخت دې چې نه سم تصمیم نیول کیږي، نه حواس په ځای وي، نه څوک په ځان ډير پوهیږي چې څه  سم دی کنه)، یا دغه وخت به راکیني او لوړ ځان ته به خیزې، له همدي امله هم دا ګیم په څلور بجې او شل دقیقی هم ډیر مشور دي. په پنځوستم ورځ لوبغاړي ته ویل کیږي چې له لوړ ځای نه چې ته یې پیدا کولای شي، ځان د لاندې راوغورځوه او آبې نهنګ تر لاسه کړه، نور لوبغاړې له روانې اړخه دی برابر وي خودکشي وکړي او خود کشي وکړي، ځکه ټول هغه کسان چې خودکشي یې کړي، په لاسونه یې د نهنګ نښانونه سته د شپې به راکینستل، لوړو ځایو ته به ختل، ځان به یې په سنته وهل،کله کله به یې خبرې نه کولې،…

خو اوس ددي لوبې راز څه دي؟ دا لوبه ځکه په خطرناکه افسانه بدلیږي، دوه اړخه راز لري، لمړي اړخ یې داده چې تخنیکي اړخ لري او یو کس هک کوي، د هغه د ضعف نقطي معلومیږي، او دوهم راز یې روانشناسي دی، چې یو کس اول مازوخیزم(ځان ځوروني) ته وړي او تدریجي ډول یې دي ته اړ کوي چې خودکشي وکړي.  په اوایلو کې د فیلیپ بودیکین ټیم په روسیه کې دا کار کول، خو اوس نورو هیوادونو ته هم را افسانه ولاړه. هغه ځونان چې په ځان باور نلری، یا مشخص هویت نلري یا محرومیت یې لیدلی یا وابسته ګي لري یا د کور یا ملګرو پاملرنه نلري یا  غواړې ځان ځان ته یا بل کس ته ثابت کړي، زړه ور وروښيي اول وننوځي او وروسته د وتلو لار نه وي یا که وځي نو درانه روانې منفې تاثیراته تر ډیره ورسره وي.

فیلیپ بودیکین چې دا لوبه یې رامنځته کړه، په محکمه کې ویلي: ددي لوبې له رامنځته کولو یې هدف له نړۍ نه د بیولوژیکې کثافاتو پاکول وو(یعنې د هغه کسانو له منځ وړل چې له روانې اړخه ناورغه وي او په ځان باور نلري، داسې فکر کوي په نړۍ کې بې ارزښته دي، باید نړۍ ترې پاکه سي.).

د دی لوبې مخنیوی کیږي، دا چې لیکنه اوږدیږي په بله لیکنه یا ویډیو کې به زه ددي لوبې ټول تخنیکي او اروایې رازونه روښانه کړم، او ټول به یې حل به درته وښیم..

درنښت

آغاملوک سهار

One thought on “شین نهنګ د ځان وژونکې لوبې واقعیت څه دی؟”
  1. تاسو هم لکه چې په مونږ د ۵۰ قسطونو کیسه راشروع کړه. :)‌ سهار صیب یوه بله خبره،‌ پاړسي کې خودکشي ویل کیږي خو په پښتو کې ځان وژنه کوي یا ځان وژني په بېلابېلو حالتونو کې سره جلا کارول کیږي. ځان وژني یې ډېر روان او طبیعي راځي. مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *