دغه پروژه چې د شېخ زايد پوهنتون د محصلينو، استادانو، د پوهنتون د چاپېريال او نباتاتو لپاره خورا  مهمه بلل کيږي، د جوړولو چارې يې د زمري په ١٥ مه نېټه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

هغه غونډه چې په همدې موخه رابلل شوي وه، په کې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ، د شېخ زايد پوهنتون ريس پوهندوى محمدرسول باوري،د ولايتي شورا منشي ښاغلي مرادخان منګل، د سولې ولايتي کمېټې مشر مولوي حنيف شاه حسيني،د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد ، د شېخ زايدپوهنتون استادانو ، محصلينو او د سيمه ايزو، ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو ګډون درلود.

غونډې ته په سر کې د شېخ زايد پوهنتون ريس پوهندوى محمدرسول باوري خبرې وکړې.نوموړي وويل  شېخ زايد پوهنتون  د ژور څاه ، ذخيروي ټانکۍ  اوهمداشان د کانالزسسيون  سېتم د نشتوالي له کبله په ډېرو برخو کې له سختو ستونزو سره مخامخ ول.د ده په خبره چې د دې ژور څاه ، ذخيروي ټانکۍ او کانالزسسيون سېتم په رغولو سره به يې ګڼې شته ستونزې هوارې شي او ترڅنګ به يې د شېخ زايد پوهنتون ٧٠٠ اووه سوه جريبه  ملکيت  هم د اوبو له برکته په شنه ساحه تبديله شي.

پوهندوى محمدرسول باوري د ولايتي ادارې له مشرتابه هم مننه وکړه، چې د نورو کارونو ترڅنګ يې همېشه لپاره د پوهنتون د ستونزو هواري ته لومړيتوب ورکړى دى.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي  وويل ، د ډېر وخت  راپدېخوا د شېخ زايد پوهنتون ادارې، استادانو او محصلينو د اوبو ، ذخيروي ټانکۍ او کانالزسسيون د سېستم له نشتوالي سرټکاوه او پدې لاره کې يې د همکارۍ غوښتنه کوله .نوموړي پدې خوښي وښوده، چې د پوهنتون دا غوښتنه هم په عمل کې پلي شوه ، چې په جوړېدو به يې د پوهنتون ادارې، استادانو، محصلينو، ونو ، بوټو او شاخواچاپېريال ته د پام وړ ګټه ورسيږي.

ښاغلي نعيمي وويل پدې پروژه کې ژورڅاه،  لويه ذخيروي ټانکۍ او د کانالزسسيون سېتم جوړول شامل دي، چې د لوړو زده کړو وزارت  د شېفټ ټو (( Shift 2))مرسته  کوونکي پروګرام څخه د(( درې مليونو، اته سوه زره )) افغانيو په لګښت جوړيږي، چې ټولې چارې به يې د ٢ دوو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

د نوموړي په خبره د اوبو ذخيروي ټانکۍ به د سل زره لېترو اوبو د ځايولو قابليت ولري ، چې د شېخ زايد پوهنتون ټولې ستونزې رفع کولى شي.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي  زياته کړه، د شېخ زايد پوهنتون د پخوا په پرتله زيات پرمختګ کړى، خو بايد پدې کړنو ځکه بسنه ونشي، چې دا يو داسې علمي او اکاډيميک مرکز دى، چې د ټول افغانستان روښانه راتلونکى او غوره پرمختګونه ورپورې تړلي دي.نوموړي د پوهنتون ادارې ته په هره برخه کې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د پوهنتون استادانو ته په خپلو خبرو کې د تېر په دوام بيا هم ټينګار وکړ، چې محصلين دې پداسې روحيه وروزي، چې  د ژوند تروروستۍ سلګۍ پورې خپلې خاورې، هېواد، ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي يووالي ته کلک ژمن واوسي او په راتلونکي کې د هېچا په اشارو سره دخپل هېواد او ولس په زيان تمام نشي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې دخوست والي ،د شېخ زايدپوهنتون ريس ، د علماوو او سولې ولايتي کمېټې مسوولينو او ټولو ګډونوالو د ژورڅاه، د اوبو ذخيروي ټانکۍ او د کانالزسسيون سېتم جوړېدونکي پروژې د پرانېسې لوړې څوکې ته ولاړل او هلته يې د ساختماني چارو د عملي پرانېستلو په موخه د بنسټ ډبره کېښوده.

داپداسې حال کې ده، چې په شېخ زايدپوهنتون کې د نورو ګڼو پروژو د پلي کېدلو ترڅنګ اوسمهال د کتابتون لپاره د يوې لويې ودانې چارې هم روانې دي، چې په راتلونکي کمه موده کې به يې ټولې ساختماني چارې بشپړې شي او د محصلينو او استادانو پرمخ به پرانېستل شي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

نېټه:١٣٩٢-٥-١٥

ورځ:څلورم-خوست –افغانستان

مبارزمحمدځدراڼ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *