تازه مي اوږې د بزګرۍ له بېلچې سپکي شوي وې، ښار ته د زده کړو په موخه نوی راغلی وم.

د نورو زده کړو تر څنګ مي د انګليسي ژبي زده کړي ته هم زړه ښه کړی و.

ډېر وخت د يو مجهز ښوونيز مرکز او باتجربه استاد په لټه کي وم، ډېرى ملګرو راته روښان د انګليسي ژبي کورس په ګوته کړ.

زه هم د ياد ښوونيز مرکز ادارې ته د راجستر په موخه ورغلم، د مېز له شانه، د لوړ قد، پراخو اوږو،ورين تندي، جګي پوزي،غونډي زني او روښانه څېري لرونکی کس د روغبړ په موخه په داسي انداز راولاړ سو، چي ما يې د ښار له خلکو هيڅ توقع نه درلوده.

د مېز پر سر له مرمريني ډبري څخه جوړي سوي نقشې ته ځير سوم.

نقشه د افغانستان وه، خو په ښايسته خط ورباندي د استاد جان محمد شېرزاد نوم ليکل سوی و.

ښاغلی شېرزاد مي په سنټر کي استاد و، دده ځوانمردۍ دې ته اړ کړم چي په اړه يې بشپړ معلومات راټول کړم.

ښاغلی شېرزاد اصلي د پکتيکا ولايت دی، خو ۳۳ کاله مخکی يې د هلمند ولایت د نادعلی ولسوالۍ د ناقل اباد په کلي کي د۱۳۶۱کال د اسد د میاشتي د روژې مبارکي په ۱۲ د شپې په دولس نیمي بجې د حاجي شيرمحمد په کور کي سترګي وغړولې.

شېرزاد لا ماشوم و ، چي په علم او هنر مين پلار يې د څلورو مشرانو زامنو سره دی هم د مسجد ملا ته د زده کړو په موخه کښيناوه.

شيرزاد د دیني زده کړو تر څنګ د ناقل اباد په منځني ښوونځي کي تر   څلرم ټولګي پوري مکتب ولوست چي بيا وروسته له خپلي کورنۍ سره ګاونډي هيواد پاکستان ته مهاجر سو.

ښاغلي شېرزاد په مهاجرت کي هم خپل زده کړو ته ادامه ورکړه.

د جنوبي پښتنخوا د کويټي د ښار (سائینس تقوا عالی لېسې) کي يې تر لسم ټولګي پوري زده کړي وکړې، په کابل کي يې د (خواجه لکن عالی لېسې ) څخه په ۱۳۸۳ کال کي د ۱۲ ټولګي د فراغت اسناد تر لاسه کړه.

ښاغلی شېرزاد د مکتب تر فراغت وروسته يو ځل بيا د زده کړو جنون تر پاکستانه ورسوئ.

شېرزاد د جنوبي پښتنخوا د کويټي د کچلاک په سيمه کې د کیمبرج انګلیش لینګویج لیب سنټر کي د انګليسي ژبه زده کړه چي وروسته په همدې سنټر کي د استاد په صفت هم پاتي سو.

په پاکستان کي د ښاغلي شېرزاد د استادۍ اووه مياشتني لانه وې پوره چي د هلمنديانو ناره خداي واوريدله.

شېرزاد و،   چي په لومړي ځل يې هلمنديان په روښان ښوونيز مرکز کي د انګليسي ژبي سره اشنا کړل.

په هغه وخت کي د هلمند چاپېریال ډېر تنګ او بدرنګ و، هرڅه ته يې اکثره خلکو د مذهب او عقیدې په عینکو کي کتل هم یې د قبیلویت په ځانګړې هینداره کي خط وخال لټوئ.

ډېری کسانو له خپلو خيرنو جېبو ټاپې راويستلې او په بېلا بېلو نومونو يې تورن کړ.

خو دلته هم دي مبارز انسان د جوش پر ځای د هوښ لمن په دواړو لاسو ټینګه نیولې وه

د خپل عشق په جنون کي غرق شېرزاد د هلمند څخه کوټي ته د کوټي څخه هلمند ته د انګليسي ژبي په زده کولو، او تدريس کولو کي داسي ورک و، چي نه یې د چا جمال ته پام و، نه یې د چا جلال په باک راوړئ.

مبارز خلک تل مبارز خوبونه ویني ، مبارز فکرونه پالي او هم یې خپروي خو زموږ په دې علمي مبارز کي ناکراري د سیند په څېر روانه ده تر هغو یې روح قرار نشي پيدا کولای تر څو یې احساس کړی مسؤلیت سرته نه وي رسولی.

دې علمي مبارز تر دې مهاله د انګليسي ژبي له زده کړي   ۱۰۷۳ تنه فارغ کړي.

په هلمند کي دا ډول ښوونيز مرکز جوړول ځان ته یو اوچت علمي او عملي ګام دی چي نوموړي پر خپلو ناتوانو اوږو دا د غره په شان د کلک عزم دروند بار پورته کړی دی.

شېرزاد لا هم د افغانستان او افغان انسان د ژغورلو په موخه زده کړي کوي، نوموړی دا مهال د هلمند ولایت د (وادي هلمند د لوړو زده کوړ د عالی موسسې) د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د ۷ سمیسټر محصل دی.

ښاغلی شېرازد نه يوازي دا چي شاګرادان روزي او زده کړي کوي بلکي د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر د امیر په ټوګه د ولس د ږغ اوچتولو په موخه د ژورناليستانو ملاتړ هم کوي.

له ځوان شېرزاد سره د ځوانۍ یوه لېونۍ جذبه ملګرې ده، چي غواړي ژر هر څه ښېراز او هر څه ته د وطن او وطنوالو په ګټه بدلون ورکړي، هغه په دې لاره کي ډېري قربانۍ ورکړي او لا لګیا دی، ورکوي یې.

شېرزاد د ښېرازه افغانستان ارمانجن دی، زه د ښيرازه، ګلالي او ودان افغانستان زيری ورکوم او په جار ورته وايم:

شېرزاده!

هله، حی علی الفلاح

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۷) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۲۴\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *