تاند- د افغانستان د قومونو او سرحدونو وزیر وايي چې له درو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره په تماس کې دی.
ګل اغا شېرزي د چهارشنبې په ورځ د کندهار د سفر په مهال وویل«په تېرو درو میاشتو کې موږ د کوټې شورا او پېښور شورا سره بیا بیا تماس نیولی دی.»
ویل کېږي چې د وسله والو طالبانو مشران په پاکستان کې دېره دي.
شېرزی وايي چې د طالبانو مشرانو د خبرو په ترڅ کې مثبت ځواب ورکړی دی.
که څه هم طالبانو په اختر کې اعلان کړی اوربند اوږد نه کړ خو باوري سرچینې وايي چې لا هم د اوربند او دایمي سولې لپاره خوشبیني شته.
سلام
د افغانستان د سولې څخه هم لکه چې د مومن خان ښامار جوړ شو هرکس او ناکس پکې نارې وهي چې دا کار مونګ وکړ
باقي د الله ج خیر پیښ کړي
د سوله ایز افغانستان په هیله