افتاب احمد خان شېرپاو

تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: د خیبر پښتونخوا د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو له پاکستاني ریاست څخه غوښتي چې په پېښورکې د افغان قونسلګرۍ د بیا پرانیستې لپاره دې ژر تر ژره لاس په کار او له کال سره د اړیکې د خرابېدو مخه دې ونیسي.

 ښاغلي شېرپاو په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغان حکومت له لوري په پېښور کې د قونسلګرۍ تړل به د دواړ هېوادونو تر منځ په سوداګرۍ ډېره بده اغېزه وکړي.

 شېرپاو ټینګار کړیدی چې که رغنده ګامونه پورته نشي نو د اسلام اباد او کابل اړیکې به ډېرې خرابې شي: (( پاکستان د تورخم دروازه په ۲۴ ساعته ډول پرانیستې، خو کابل خپله قونسلګري تړلې چې دا به سوداګرۍ ته زیان واړوي، باید دواړه هېوادونه خپل اختلافات په ډپلوماټیکو لارو حل کړي.))

 ښاغلي شېرپاو پر پاکستاني حکومت غږکړی چې له کابل سره یې د سوداګرۍ ګراف لا له پخوا راغورځېدلی او له دې زیات دې سوداګري کمرنګۍ ته نپرېږدي، بلکې د تقویې لپاره دې یې د ورورلۍ صادقانه هڅې وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې له دریو ورځو راهیسې افغان حکومت په پېښور کې خپله قونسلګري تړلې ده.

افغان سفیر ادعا کوي چې پاکستانۍ محکمې د قونسلګرۍ اړوند ځمکه کې یو مارکیټ کشمیریانو ته ورکړی او د افغانستان بیرغ یې ترې راکوز کړی دی چې دا د افغانستان حیثیت ته سپکاوی دی.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دې کار خپه کړي دي، ځکه د دوی په وینا چې شخصي مسایل باید د دوه هېوادونو پر سیاسي اړیکو اثر ونکړي.

2 thoughts on “شېرپاو: که افغان قونسلګري خلاصه نشي، پاکستان سوداګریز تاوان کوي”
  1. sheerpaow sahib salam aw ekhteram;khee chareey;
    meshrah peshawer aadalat de afghanistan markeet gifted to kashmeery .

    this is afghan property.belong to afghanisan.
    we can get our rights from mouth of lion.fox is nothing.

    thank you

  2. ډېورنډ کرښه د افغانستان په معاصر تاریخ کې کومه نوې خبره نه ده، له کومې ورځې چې دا کرښه را منځته شوې له هغې ورځې خصوصاً د پاکستان تر تشکیل (۱۹۴۷) را وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ ناندریزه شوې ده؛ خو د دې موضوع د حل په اړه تر اوسه د حکومتونو له خوا کوم جدي اقدام نه دی شوی، دا ځکه چې افغانستان له خپل حق نه، نه تېرېږي او پاکستان پر یوې نا حقې خبرې پورې نښتی دی. که څه هم د دې موضوع حل خو ظاهراً ډېر ستونزمن ښکاري؛ خو زما په اند که دواړه لوري د تاریخي حقایقو او حقوقي منل شویو نورمونو په رڼا کې د دې مسالې حل ته کښېني؛ نو حل یې ناشونی نه دی؛ خو دلته یوې خبرې ته په ښکاره اشاره کول په کار دی او هغه دا چې پاکستان فکر کوي چې یو خو به د افغانستان له اوسني جنګ ځپلي حالت نه په ګټې اخستنې سره، افغانستان دې ته چمتو کړي چې ډېورنډ کرښه په رسمیت وپېژني او بله دا چې پاکستان اوس پر دې هم نه دی قانع چې افغانستان دې ورسره یواځې د ډېورنډ کرښه د بین المللي سرحد په توګه ومني؛ بلکې همغه خبره ده چې:

    زه ترېنه پور غواړم، دی نور غواړي

    اوس د پاکستان د هغو غوښتنو طومار چې له افغانستانه یې غواړي ډېر اوږدی شوی دی. د اوبو مساله، په کانونو کې برخه غواړي، د افغانستان ځنګلونو ته لاسرسی غواړي، په افغانستان کې یو ګوډاګی حکومت غواړي چې باید په هر څه کې له اسلام آباده هدایت واخلي، دغسې په افغانستان کې باید د هند حضور که صفر نه شي؛ نو صفر ته خو باید نژدې وي خصوصاً هند باید په جلال آباد او کندهار کې قونسلګرۍ و نه لري چې په دې توګه پاکستان غواړي، افغانستان په یوه داسې هېواد بدل شي چې یوه نیمه خودمختاري ولري او نور په نامستقیم ډول په پاکستان پورې تړلی وي، حال دا چې دغسې یوه پاکستانۍ هژموني، هېڅکله هم افغان ولس ته د منلو نه ده او نه به یې و مني. د افغانستان په باب د پاکستان نیت تر ټولو زیات له هغه وړاندیز نه ډېر ښه معلومېږي، چې د ۱۹۸۸ کال د جون پر دېرشمه نېټه د هغه وخت د پاکستان د نظامي استخباراتو رییس جنرال حمید ګل، د وخت پاکستاني جمهور رییس جنرال ضیاءالحق ته کړی و او هغه دا چې افغانستان باید د پاکستان د خاورې برخه شي. په دې توګه پاکستان غوښتل هغه څه یې چې د پاکستان د تشکیل پر مهال په کشمیر کې په بشپړه توګه لاس ته را نه وړای شول او هغه څه یې چې په ۱۹۷۱ کې په بنګله دېش کې له لاسه ورکړل، هغه باید له دې لارې تلافي کړي. نواز شریف له بې نظیر بوټو سره د خپلې لومړنۍ پارلماني مبارزې پر مهال ویلي وو چې:

    تم نې هاکه دیا

    هم نې کابل لیا

    دا یو پېغور و چې بې نظیر بوټو ته یې ورکاوه چې ستا پلار ذوالفقار علي بوټو خو هغه ده ختیز پاکستان یا اوسنی بنګله دېش چې پلازمېنه یې د ډاکې (ډهاکې) ښار دی له لاسه ورکړ او موږ (مسلم لیګ) هغه دی کابل ونیو، همدا علت دی چې د مسلم لیګ اوسنی مشر او د نواز شریف ورور شهباز شریف په پخپل پارلمان کې وايي چې کشمیر سوځي، ورسره جوخت باید کابل هم وسوځي. دا د شهباز شریف خبره نه ده؛ بلکې د پاکستان، افغان پالیسي ده. هغه ده ګورو چې پاکستان په ټول افغانستان کې د خپلو روزلو طالبانو او داعشیانو په واسطه اور بل کړی او هره ورځ د انفجار او انتحار په وسیله پرې نوي تېل پاشي. دلته باید دې حقیقت ته هم پام وکړو چې پاکستان دا اوس د افغانستان په باب څه روان کړي دي، د امریکا د غلطو او دښمنانه پالیسیو په وجه یې کړي دي. دا اوس چې پاکستان په یو اړخیزه توګه د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې لګیا دی اغزن سیم لګوي، لګښت یې امریکا ورکړی دی. البته د ډېورنډ کرښې په اړه انګرېزان هم له افغانانو سره د خپلې اوږدې دښمنۍ له لامله د پاکستان پلوي کوي.

    د ډېورنډ کرښې په اړه څو خبرې د تأمل وړ دي:

    ۱- دا یو تاریخي ـ حقوقي بحث دی، لومړی باید هغه سند پیدا شي چې انګریزان هم پرې استناد کوي او پاکستان هم. تر کومه ځایه چې زموږ د مؤرخینو خبره ده؛ نو له هغې جملې نه ارواښاد پوهاند دکتور محمد چې حسن کاکړ چې په لندن کې یې د تاریخ په برخه کې خپلې عالي زده کړې کړي وې وایي چې اصلاً دغسې یو سند وجود نه لري. که چېرې دا سند موجود وای، اوس به له وخته انګرېزانو یا پاکستانیانو را مخې ته کړی وای.

    ۲- دوهمه خبره دا ده چې فرض محال یو دغسې سند موجود هم وي یا پیدا شي چې باید یوه کاپي یې له انګریزانو سره وي او بله له افغانستان سره بیا دا کتل په کار دي چې دا سند د نړیوالو حقوقي نورمونو له مخې څومره د اعتبار وړ دی.

    ۳- وروستۍ خبره دا ده چې پاکستان پخپله پر دې خبره باور نه لري چې ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ یو رسمي سرحد دی، که چېرې یې باور درلودای؛ نو ولې به یې بیا بیا له افغانانو غوښتل چې ډېورنډ کرښه ورسره د سرحد په توګه په رسمیت وپېژني. وګورﺉ!

    د پاکستان صدراعظم ذوالفقار علي بوټو د داوود خان د جمهوریت پر مهال کابل ته راغی او له داوود خان سره د کتو پر مهال یې هغه ته وویل چې زه تا ته د پلار خطاب کوم؛ نو زموږ او ستاسې تر منځ خو نور اختلاف نشته فقط دغه یوه د ډېورنډ کرښې موضوع ده چې څه ډول یې ته حل کولای شې، حل یې کړه؛ خو فقط همدومره درنه غواړم چې دا خپل زوی خپل قوم (ولس) ته کوز ګوری نه کړې. په مقابل کې داوود خان ترېنه د پښتنو او بلوڅو مشرانو چې دا مهال په بند کې وو د خوشې کولو غوښتنه وکړه چې هغه ومنله او په مدار مدار یې ټول خوشې کړل چې په ځواب کې داوود خان هم پاکستان ته سفر وکړ او د دواړو غاړو تر منځ مذاکرات پیل شول چې په ۱۹۷۷ کې پر بوټو د جنرال ضیاءالحق کودتا او په ۱۹۷۸ کې پر داوود خان د خلق دموکراتیک ګوند کودتا دا مزل په ټپه ودراوه.

    په ۱۳۵۷ ل کال په هاوانا کې د ناپییلو هېوادو کنفرانس جوړ شو چې د همدې کنفرانس په څنډه کې د جنرال ضیاءالحق او نور محمد تره کي تر منځ دوه ځلي کتنې ترسره شوې چې د دې کتنو په ترڅ کې ضیاءالحق له تره کي نه څو غوښتنې درلودې چې یوه ترېنه د ډېورنډ کرښې په رسمیت پېژندل و، چې هغه په ځواب کې وویل چې دی یو منتخب ولسمشر نه دی؛ بلکې د یوه انقلابي حکومت مشر دی او دا صلاحیت نه لري؛ بلکې دا د افغان ولس صلاحیت دی، همدارنګه له طالب مشر ملا محمد عمر نه دا غوښتنه وشوه چې جریان یې ښاغلي اسفندیار ولي خان له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې وویل چې جنرال نصیر الله بابر را ته وویل چې دا خبره مې په کندهار کې د ډوډۍ پر سر ملا عمر ته یاده کړه او هغه زه ورټلم اوحتی چې له دسترخوانه یې پاڅولم. اسفندیار ولي خان وايي کله چې زه جنرال مشرف وغوښتلم چې ته ورشه حامدکري ته ووایه چې ډېورنډ کرښه په رسمیت وپېژني چې بیا ما په ځواب کې ورته وویل چې ستاسې خپل ملا عمر دا خبره و نه منله؛ نو حامدکرزی یې څه ډول منلای شي.

    زه باور لرم چې دا غوښتنه به له اشرف غني نه هم شوې وي، که څه هم هغه له پاکستان سره د SOP او بارډر منجمنت په نامه قراردادونه هم لاسلیک کړي او د استخباراتي معلوماتو شریکول هم، خو که هغه هر غلچکی عمل کړی وي تر هغې پورې چې د افغانستان لویه جرګه یوه دغسې پرېکړه و نه کړي، حکومت او ولسمشر یې صلاحیت نه لري.

    که چېرې پاکستان ریښتیا غواړي د ډېورنډ مسالې په باب له افغانستان سره یوې هوکړې ته ورسېږي دلته څو خبرې دي:

    ۱- په افغانستان کې دې د لمر په څېر ښکاره لاسوهنه بنده کړي.

    ۲- انتظار دې وکړي چې په افغانستان کې یو باثباته او په رښتینې معنا د ولس د ارادې ممثل حکومت جوړ شي.

    ۳- بیا دې په اصولي توګه دا مزل پیل کړای شي چې وروستۍ پرېکړه به د افغانستان لویه جرګه کوي، نه افغان حکومت.

    ۴- دا چې د افغانستان حکومت ډېورنډ کرښه یوه غیر رسمي او فرضي کرښه ګڼي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا یو غیر مسؤولانه عمل بولي، د پاکستان هدف په دغسې اعلامیو نه شي ترسره کېدای، تر اباسینده پورې د افغانستان مسلمه خاوره ده چې نه اشرف غني دا پاکستان ته تسلیمولای شي، نه بل ولسمشر؛ بلکې دا صلاحیت د لویې جرګې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *