پوره نوم : شېن رابرټ واټسن

شېن واټسن د جون په 17 په کال 1981 (د آیپ سویچ په کوینس لانډ) سیمه کې زیږیدلی دی چې دا مهمال تقریبآ 34 کاله عمر لري.

ښې لاسی توپ وهوونکی او ښې لاسی میډیم فاسټ توپ اچوونکی هم دی. شین واټسن خپله لومړۍ یو ورځنی لوبه په کال 2002 کې د سویلي آفریقا په خلاف ترسره کړه چې په یاده لوبه کې یي یواځې دوه منډې جوړې کړې وې. شین واټسن پس له درې کلونو بیا د ټیست لوبو لوبغاړی هم آعلان شو چې خپله لومړې لوبه یي د پاکستان په خلاف ترسره کړه چې خپله لومړې ټیسټ لوبه یي په 2005 کال کې ترسره کړه چې په یاده لوبه کې یي 31 منډې جوړې کړي وي. شین واټسن اکثره وخت د ټپونو له امله ندی توانیدلای چې په منظم ډول په ټیسټ لوبو و لوبیږي.

تر اوسه یي په دغو ټیمونو ته لوبې ترسره کړي دي:

آسټرلیا، همپشایر، نیو سوت ویلز، راجستان رایلز، کوینس لانډ، سډني سیکسراو تاسمانیا ټیمونو ته لوبې ترسره کړي دي

شین واټسن په 2010 او 2011 کلونو کې د آلان بارډر (Allan Border) میډالونه ترلاسه کړي چې لدې سره، وروسته له (راکي پونتیګ) څخه لومړنی لوبغاړی شو چې دوه ځلي سر په سر دا میډالونه ترلاسه کړي دي، شین واټسن په ټوله کې شپږ اوارډونه په ټیسټ، یوورځنېو او شل اوریزه لوبو کې د کال د غوره لوبغاړي په حیث ترلاسه کړي دي دا یواځینی لوبغاړی دی چې دومره زیات اوارډونه یې ترلاسه کړي او همداراز یواځینی لوبغاړی دی چې په هر فارمټ ( Test, ODI, T20) کې یي دا مډالونه ګتلي دي

په 2012 کال شل اوریز جام سیالیو کې د ټورنمینټ غوره لوبغاړی ونومول شو چې 249 منډې یي جوړې کړې وې او 11 لوبغاړي یي هم سوځولي وه،

1لومړنی لوبغاړی دی چې سر په سر څلور ځلي د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې.

په یووځنیو لوبو کې یي تراوسه 17 ځلي او شل اوریزه لوبو 8 د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه تلاسه کړي ده

د IPL د لوبو په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې چې دوه ځلي 2008 او 2013 کال کې د ټورنمینټ غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړي چې دوه ځلې ( 2013 2015 ) يي سلیزې هم وهلي دي

شین واټسن تراوسه په 56 ټیسټ لوبو کې ګډون کړي چې ټولې يي 3646 منډې جوړې کړي زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې 175 دي چې څلور سلیزې او 24 نیمه سلیزې لري په ټیست لوبو کې يي 469 څلوریزې او 31 شپږیزې وهلي او 42 کیچونه یي هم ترلاسه کړي دي.

په 187 یوورځنیو لوبو کې یي ګډون کړی چې ټولې يې 5686 منډې کړي زیاتې منډې یا های سکور په یوه لوبه کې 185 ناسوځیدلې منډې دي، په یو ورځنیو لوبو کې يي 9 سلیزی او 33 نیمه سلیزي وهلي، چې 568 څلوریزې او 128 شپږیزې یي هم وهلي همداراز یي 43 کیچونه هم ترلاسه کړي دي .

همدارنګه یي په 48 شل اوریزه لوبو کې ګډون کړی چې ټولې يي 1156 مندې جوړې کړي زیاتې منډې یي په یوه لوبه کې 81 دي چې 33 نیمه سلیزې هم لري خو کومه سلیزه نلري، په شل اوریزه لوبو کې یي 88 څلویزې او 69 شپږیزې وهلي دي او 15 کیچونه یي هم ترلاسه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *