تاند- د لومړي ځل لپاره د افغانستان یو خصوصي هوايي شرکت پاکستان ته او له دغه هیواده کابل او متحده عربي اماراتو ته الوتنې پیلوي.

په دوبۍ کې د صافي هوايي شرکت سرچینو تاند ته وویل، دا هوايي شرکت به له راتلونکې میاشتې د افغانستان او پاکستان ترمنځ الوتنې پیل کړي او په بل ګام کې به له پاکستانه ځینو عربي هیوادونو ته الوتنې وکړي.

صافي هوايي شرکت اوس له افغانستانه د متحده عربي اماراتو په شمول د شاوخوا سیمې ځینو هیوادونو ته الوتنې لري خو دا به لومړی ځل وي چې پاکستان ته او له پاکستان څخه نورو هیوادونو ته الوتنې پیلوي.

تراوسه پوري د کابل او اسلام اباد ترمنځ الوتنې په داسي حال کې د پاکستان د هوايي شرکت پي آی اې په انحصار کې دي چې ټکټ ته یې د معمول خلاف لوړه بیه ایښې ده.

د صافي هوايي شرکت مسوولانو وویل چې د دوی د فعالیت مرکز به متحده عربي امارات وي او لومړنی پرواز به د اکتوبر په لومړۍ نېټه له اسلام اباد څخه کابل ته وکړي.

صافي هوايي شرکت د پاکستان لپاره اعجاز بټ خپل اجرايي او عملیاتي رييس ټاکلی دی.

نوموړي څلرویشت کاله په امارات هوايي شرکت کې کار کړی دی.

One thought on “صافي هوايي شرکت د لومړي ځل لپاره پاکستان ته الوتنې پیلوي”
  1. دیرشه خوحاله شوم چه د صافی شرکت خپل الوتنی پاکستان ته شروع کری د دی شرکت د نور بریالیتوب په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *