امرالله صالح

تاند، جمعه، د حوت ۲۳مه: د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر طالبانو غږ کړی دی چې تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې دې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره روغتیايي خدماتو ته اجازه ورکړي.

صالح پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی باید د کویټې شورا په دې وپوهوي چې کوویډ ۱۹ یا کورونا ناروغي په ځانمرګو، سړک غاړې ماینونو او موټر بمونو له منځه نه ځي، بلکې طالبان باید په خپلو نفوذ لاندې ولسوالیو کې اجازه ورکړي چې خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ولري، ځکه دا اوس ۲۰۲۰ کال دی.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په افغانستان کې د کورونا ۷ مثبتې او ۱۶۷ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

مشکوک او اخته کسان زیاتره له ایران څخه په زور افغانستان ته را اړول شوې دي چې ورسره په افغانستان کې د کورونا د خپرېدو امکانات زیات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *