امرالله صالح

تاند، جمعه، د حنل ۲۲ مه: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، دا مهال د حکومت لومړیتوب د کورونایي قرنطیني بحران کې د خوراکي توکو له ګرانۍ او کمښت د رامنځ ته شوې لوږې مخنیوی دی.

ښاغلي صالح په کابل کې یک په نوم خصوصي تلوېزون سره خبرو کې وویل، حکومت په کابل کې هغو یو لک ۲۵ زره کورنیو ته د خوړو رسولو پروګرام لري، چې د کورونا وېروس د ګرځبندیز له امله یې ورځنی عاید له لاسه ور کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، له والیانو هم غوښتل شوي چې اړمنې کورنۍ ور وپېژني.

د ښاغلي صالح په خبره، اول ځل د افغانستان ټولو والیانو ته واک ور کړل شوی چې د ولایتي بودیجې د لګښت څرنګوالی خپله وټاکي: “ټولو والیانو د کابینې غونډو کې د ګډون امکان ترلاسه کړی، حکومت هڅه کړې چې سرحدي لارې بندې نه شي”.

ښاغلي صالح خبرداری ور کړ چې افغانستان کې به له کورونا د مړینو کچه ډېره شي او که حکومت اوسنۍ هڅې جاري هم وساتي، بیا هم د درې سوه زره کسانو د مړینې وړاندوینه شته.

نوموړي دا هم وویل، د میکروب ضد محصولاتو د لرلو لپاره څلورو کورنیو شرکتونو ته دنده سپارل شوې چې له افغان انګورو دا توکي تولید کړي.

ښاغلي صالح د ټوېټونو او بیانیو له لارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نیوکې داسې هڅې وبللې چې له مخې یې امریکا غواړي دوی د اساسي قانون خلاف کار ته مجبور کړي.

د هغه په خبره، د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته وروستي سفر کې اخلاقي سپارښتنې درلودې او موږ یې هرکلی کوو.

صالح دا هم وویل، چې امریکا یو میلیارد ډالر کم کړي نه دي، بلکې د کمولو ګواښ یې کړی دی خو د هغه په خبره، “که نړیواله مرسته پرې شي، نه هلمند سیند وچېږي او نه هم پنجشېر او نه د هندوکش ملا ماتېږي”.

ښاغلي صالح د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي اختلاف د اوارې لپاره د منځګړو د ناکامۍ په هکله وویل، “ښاغلي عبدالله حکومت کې په پنځه کلن ګډون سره څه وکړل؟”.

هغه زیاته کړه، چې اساسي قانون د ګډون د ټیټې کچې په هکله خاموش دی او ارګ د ټاکنو پر اصل معامله نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *