تاند، چهارشنبه، د جدي ۴ مه: د دولت ساز ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکړی چې د ټاکنو کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دوه غړي د ثبات او همپالنې د ډلې پلویان دي.

نوموړی وايي، د دولت ساز ټاکنیز ټیم اصلي رایې ۵۵ سلنه څخه لوړې دي او که سمه پلټنه وشي نو دا ګراف نور هم لوړېدلی شي.

امرالله صالح وايي، دوی د ټاکنو لومړنیو پایلو کې خپلې بریا ته خوشاله دي، خو شکایتونه هم لري او په دې تړاو یې وروستي معلومات له خپل ټیم څخه دا دي چې تر اوسه یې ۳۷۶۱ مستند او باثبوته شکایتونه ثبت کړي دي.

نوموړی وايي، د دوی ۹ زره رایې په ننګرهار کې ورکې دي او د ۸۶ زره رایو بیا پلټنه غواړي.

نوموړي وویل د ثبات او همپالنې ټیم په یو خبري کنفرانس کې ولسمشر غني ته له ټولو اخلاقي پولو نړولو سره رکیکې ښکنځلې کړې دي چې دا یې په صحنه کې د هیڅ شي د لاسته نه ورتلو دلالت کوي.

نوموړی وايي، مخالف ټیم په ژور خپګان اخته دی او باید چې په خپل راتلونکي حکومت کې به ورته د علي اباد روغتون لا پراخه کړي.

صالح نورو ټیمونو ته هم ګواښ وکړ چې باید د خپلو سلو زرو تذکیرو د ورکړې په تړاو وضاحت ورکړي چې ایا دا خو به جعلي نه وې: (( دوی نرمه کودتا غواړي خو رایې هیڅ نه دي پوره کړي، له دوی سره باید حساب وشي، ولس باید د دوی په ګواښونو تشویش کې نه شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د لومړنیو پایلو له مخې دولت ساز ټیم ۵۵ اعشاریه ۶۴ سلنه، د ثبات او همپالنې ټیم ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه او پاتې تیمونو کې چا له درې سلنې زیاتې رایې نه دې ګټلي.

2 thoughts on “صالح: ثبات او همپالنه په ژور خپګان اخته ده، علي اباد روغتون باید ورته پراخ شي”
  1. د صالح صاحب تشخیص بالکل سم دی، له خپلې تجربې وایي، تجربه خو د علم مور ده. ۲۰۱۴ کې دی خوار هم په همدې مرض اخته شوی وه خو خدای پرې ورحمېده روغ شو

  2. زه د کوم خاص ټیم طرفدار نه یم البته د نظام او اساسی قانون د ټینګښت طرفدار یم
    خبره می دا ده چی
    په پورته لیکنه کی ارقامی تېروتنه تر سترګو کیږی
    مانا
    د دولت ساز ټیم د رأیو د شمېر یو عدد په پښتو او بل عدد په لاتین لیکلی شوی دی
    پڼځه پنځوس عشاریه څو لیکلی سوی دی حال دا چی دا اصلاً ( پنځوس) عشاریه څو دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *