تاند، شنبه ، د اسد ۲۶مه: د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر او راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې له یو تروریستي برید څخه روغ ووت اوس یې د ملا هبت الله د ورور په وژنه غبرګون ښودلی دی.

 نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د طالبانو پالیسي سازه اداره یا د کویټې شورا د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې فعاله ده چې د یو مهم غړي په وژل کېدو سره یې د طالبانو او امریکا د سولې د هوکړې په تړاو د طالبانو خپلمنځي اختلافات په زیاتېدو دي: (( داسې ښکاري چې آی ایس آی ته ډېر نږدې او نازولي طالبان راپاڅېږي او ارزانه خرڅېدونکي طالبان له مخې لرې کوي او وژني یې.))

 دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور او د کچلاغ د وزیر اباد د طالبانو د مهمې مدرسې او جومات امام حافظ احمدالله له هغه سره یې د کورنۍ نږدې ۷ خپلوان د یو ځانمرګي برید له کبله ووژل شو.

دې برید کې ۲۵ کسان نور ټپیان شول چې د طالبانو د نظامي کویټې شورا مهم غړي وو.

 د طالبانو سرچینو تاند ته ویلي، چې ملا احمدالله به هلمند، کندهار، ارزګان او نورو سیمو ته د طالبانو تشکیلات کول او د سولې په خبرو یې باور نه درلود، بلکې نوموړی ډېر زشت او تریخ سړی و او فکر یې درلود چې امریکا په افغانستان کې ماته شوې ده.

په دغه ورځ ملا هبت الله پخپله دې جومات د جمعې د لمانځه لپاره نه و راغلی ګني د طالبانو ځینو سرچینو ویلي چې پخپله ملا هبت اله هم د برید هدف و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *