تاند، چهار شنبه، د دلوې ۳۰مه: د نوي منتخب ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ټاکنو نهايي پایلو اعلان د جمهوریت پر ضد ټولې کورنۍ او بهرنۍ دسیسې له منځه یوړې او شنډې یې کړې.

امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه د دولت ساز ټیم بریا په اړه ویلي، ټول ولس ته د جمهوریت، اساسي قانون او په ټاکنو کې د ښاري وګړتوب د حق د بریالي تمثیل له کبله مبارکي وايي.

نوموړی وايي، د نهايي پایلو اعلان د افغانستان د جمهوریت پر ضد د کورنیو او بهرنیو ګمراه کړیو د دسیسو د شنډولو په معنا وو.

امرالله صالح ویلي، ټیم به یې د خپل افغان ملت په خدمت کې وي او تر پایه به دغه کار ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله تېره شپه د ټاکنو له نهايي پایلو سره د مخالفت له کبله خپل موازي حکومت اعلان کړ چې په ټولنیزو شبکو کې یې د خلکو توند غبرګونونه وپارول.

د اشرف غني ټیم په ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

One thought on “صالح: د ټاکنو اعلان د ټولو داخلي او بهرنیو ګمراهانو دسیسې شنډې کړې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *