تاند – په ولسي جرګه کې د پنجشېر د خلکو وکیل او د سقوي حرکت یو پلوي صالح محمد ریګستاني وایي چې، «که دولت څه ونه کړل بیا مسلح کسان راغواړو او مونږ پوهېږو چې بیا څه ورسره وکړو.»
ښاغلي ریګستاني دا خبرې په یوه ویډیو کې چې د مسعودیان په نامه د فیس بک پاڼې خپره کړه خپلو پلویانو ته وکړې. هغه وویل چې له ډاکټر عبدالله سره یې تماس نیولی چې خبره ورسره حل کړي او که ونه شوه بیا مسلح کسان راغواړي او ګوري به چې څه ورسره وکړي.
ښایي چې د ریګستاني خبرې د ازبک او ترکمن قومونو هغو کسانو ته متوجه وي چې نه پرېږدي چې د حبیب الله کلکاني جسد د شهر آرا په غونډۍ کې ښخ شي. ازبکان ادعا کوي چې د شهرآرا غونډۍ د هغوی د نیکونو میراث دی او اجازه به ورنه کړي چې د کلکاني جسد هلته خاورو ته وسپارل شي.
په عین حال کې د جنرال دوستم د پلویانو یوې رسنۍ بیرلیک ترکستان په ولسي جرګه کې د خپل یوه وکیل نقیب الله فایق له خپاره کړي عکس سره لیکلي چې، «د قومي نفاق هر ډول مسؤلیت د هغو څو مشرانو پرغاړه دی چې خپله ډله ییزه فیصله یې ماته کړه او غواړي چې د خپلې خواوشا د څو احساساتي کسانو په غوښتنه اقدام وکړي.» دغه پاڼه زیاتوي، «که د تاریخ دفاع او بیا موندنه ستاسو له پاره یو مسؤلیت وي چې مونږ ورته درناوی لرو، زمونږ له تاریخي اثارو څخه دفاع، زمونږ له پاره هم یو مسؤلیت دی چې مونږ یې ترسره کوو.»
بلې خوا ته د ولسمشر د مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر رییس ښاعلي عنایت الله بابر فرهمند په خپله فیس بک پاڼه لیکلي چې، «په کابل ښار کې له مېشتو ټولو ترکانو (ازبکانو او ترکمنانو) څخه غوښتنه کیږي چې ژر تر ژره د متقابلو مدني حرکتونو له پاره د آینه تلوېزیون سرک ته راټول شي.»
تر دې مخکې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د کلکاني د جنازې د لارویانو او د جنرال دوستم د پلویانو تر منځ ډزو کې ۲ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
Good job Mr. Dustam.
Civil war between Tajiks and (Pashtoons+ Uzbek+ Hazara) Brothers on other side is unavoidable.
دوی د دولت خوښی ته ښه کتلې دی، مړی یی هم ندی په کرار پریښی، تاسی نه تاریخ لری اونه تاریخی څیری لری غله او معامله ګر سره راټول شوی دی ، حقیقی تاریخ جوړونکی تر نن پوری چا ندی یاد کړی ، غله چپاولګر او اوباشان خو اوس ځای نه لری ، هغه د اویاومو کلونو توری دوری وخت ندی خدای د وکړی چی لاس واچوی سره بیا به یی حال بل شی