تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د دولت ساز ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر نظام د سپینې کودتا هڅې روانې وې او د ټاکنو په ترسره کېدو دا ټولې دسیسې شنډې شوې او دوی د ټاکنو له ۶۰ تر ۷۰ سلنې رایه وړې ده.
ښاغلي صالح له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، له ټاکنو دوه میاشتې وړاندې د ټاکنو د ځنډولو لپاره دسیسې او د اساسي قانون په وړاندې د سپینې کودتا هڅې روانې وې چې د حکومت ډېر وخت د همدغو دسیسو شنډولو ونیو.
ښاغلي صالح د دغې کودتا تر شا د موجودو کسانو نومونه افشا نه کړل، خو وايي، اشرف غني له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې رایه اخیستې ده، خو په وینا یې دوی بیا هم د کمېسیون رسمي اعلان ته په تمه دي.
تر امرالله صالح وړاندې، ګلبدین حکمتیار او حکیم تورسن هم د خپل ټیم د بریا دعوه کړې ده خو د ټاکنو کمېسیون پر ټولو لوریو غږ کړی دی چې انتظار دې وکړي تر څو دوی د ټاکنو پایلې پر خپل وخت اعلان کړي.