تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵مه: د دولت ساز ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امر الله صالح په کاپیسا کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا کې ویلي،  مؤقت حکومت د یو شمېر دسیسه بازو کړیو غوښتنه وه خو دوی باور لري چې یوازې ټاکنې د واک د لېږد اصلي لاره ده.

ښاغلي صالح ویلي، پرې به نږدي چې یوه کوچنۍ دسیسه سازه کړۍ د مؤقت حکومت، سرپرست حکومت، کودتا، بدلون او نورو نومونو پر خلکو حکومت وکړي: (( دا ۱۵ نفر چې د استازیتوب مرجع یې معلومه نده څنګه کولی شي چې دسیسې جوړې کړي؟ او بریالي شي.))

ښاغلي صالح طالبانو ته په اشاره هم ویلي چې هر کله دا ډله د خلکو غېږ ته د راتلو تکل وکړي دوی به یې د اساسي قانون له مخې ورسره سوله وکړي: (( طالب د آی ایس آی د ګټو لپاره جنګېږي او موږ د لوی ملت لپاره فکر کوو.))

 ښاغلی صالح د روانو کمپاینونو لومړنی په نښه شوی کس و چې د جولای په میاشت کې یې له وسله وال برید څخه روغ ووت.

پر ده د برید پړه چا پر غاړه وانخیسته، خو صالح وویل، فقط یو دښمن لري او هغه طالبان دي چې پر ده یې برید کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *