تاند، شنبه، د سنبلې ۲مه: طالبانو د فاریاب په المار ولسوالۍ کې یو ځوان او یوه پېغله یو بل سره د مینې په جرم پنځوس – پنځوس دورې وهلي دي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش پېښه تایید کړې او وايي، نجلۍ زهرا نومېږي ۱۷ کلنه او د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکې ده خو هلک محمد رفیق نومېږي، شل کاله عمر لري او د المار اوسېدونکی دی.
نوموړی وايي، محمد رفیق، د زهرا په نوم نجلۍ له کوهستان څخه المار ولسوالۍ ته راتښتولې وه چې د طالبانو لخوا نیول شوي او صحرايي محکمه يې پرې دایره کړې ده.
د ښاغلي یورش په خبره طالبانو دا دواړه مئینان قرايي کلي کې په عام محضر کې په دورو وهلي او له صحرايي محکمې وروسته یې نجلۍ زهرا له ځان سره بیولې ده.
خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.