کله چې موږ د صدارتي نظام په اړه خبرې کوو، سمدلاسه باید په خپله ټولنه کې ګوندونه تر مطالعې لاندې ونیسو او تر جدي نظر یې تېر کړو، ځکه صدارتي یا ګوندي نظام چې په راس کې یې د یوه مخکښ ګوند لومړی وزیر راځي او ټول واک منحصروي، په بریالي ګوند پورې اړوند وي.
په هغو ټولنو کې چې له هر څه وړاندې په کې ملي منافع سره کرښه وي، هر ګوند هڅه کوي چې ملت له ځانه خوښ وساتي او داسې کارونه وکړي چې تر ډېره په واک کې پاتې شي. بې له شکه بریالی ګوند د هر هېواد د اسټبلشمنټ تر نظر لاندې وي، خو په ټوله کې یې کارونه د ملت د نجات او پرمختګ لهپاره وي.
ورسره خوا کې مقابل ګوندونه هم د خلکو د رضایت لهپاره د اپوزیسیون کار کوي او واکمن ګوند مجبوري چې سمې ته سوق شي، که نه بدیل یې په لاره وي.
خو اوس که همدې ټکیو ته په کتو په هېواد کې د ګوندونو فعالیتونه مطالعه کړو، یوه خبره ترې واضحه په لاس راځي چې نه یې سرې کرښې مالومې دي او نه هم د ملي منافعو له دفاع کومه طرحه لري.
لېرې مه ځئ د تېرو نږدې څلور لسیزو په جریان کېد همدې ګوندونو فعالیت تر نظر تېر کړئ، پایله یې ستاسې په لاس کې ده.
ایا همدا ګوندونه نه ول چې د اسلام او کفر په نوم یې قتل عام وکړ، ایا همدا ګوندونه نه ول چې د اخواني او کمونسټ په نوم یې د افغانانو سینې غلبېل غلبېل کړې، ایا همدا ګوندونه نه ول چې په خپل منځي اختلافاتو یې کابل سرو لمبو ته ونیوه، ایا همدا ګوندونه نه ول چې د قوم، سمت او ژبې پورې محدود پاتې شول او بالاخره همدا ګوندونه نه ول چې د افغانستان په سر یې معامله وکړه؟
دا یې تېر؛ اوس راځئ د ډیموکراسۍ په لسیزه کې فعالیت یې ته ځېر شئ چې کومه لویه لاسته راوړنه لري، د افغانستان له کومې ملي منافع یې دفاع کړې، کوم دښمن ته یې سره کرښه کش کړې، کوم حکومت یې د ملي ګټو لهپاره ننګولی او کومه داسې طرحه یې وړاندې کړې چې د نجات لار یې بللی شو؟
همدا یو شمېر لوی ګوندونه چې نن سبا ځان د افغانستان مطرح سیاسیون بولي مطالعه کړئ چې له قوم، سمت او ژبې پرته یې کله هم د هېواد د ملي ګټو غږ پورته کړی؟ ایا په جلسو کې یې د یوې خاصې ډلې پرته بل څوک شته؟ ایا همدې خلکو کلونه کلونه افغانستان د پوزېشن او اپوزېشن په چوکاټ کې له ستونې تېر نه کړ او لنډه دا چې کله یې په راس د یوه غریب سړي زوی د خپل لیاقت، استعداد او اهلیت له لحاظه واک ته رسېدلی؟
بل خبره د همدې ګوندونو تړون له یو شمېر هغو هېوادونو سره ده چې لا هم په ګران افغانستان کې تباهۍ او بربادۍ ته کار کوي. په ښکاره توګه په افغانستان کې یو شمېر ګوندونه د ګاونډیو، سیمې او ان د نړۍ په سطحه ملاتړ له ځان سره لري. دا ملاتړ د دې لهپاره نه دی چې دوی ترې په داسې توګه ګټه پورته کړي چې خیر یې موږ ته راورسېږي، بلکې د یوې جاسوسې حلقې په توګه مطرح دی چې فعالیت موږ ته تور زهر دی.
که داسې نه وای، ایا یوې خاصې ډلې به د یوه واړه اقلیت په ګټه د ملي منافعو او د هېواد د استقلال د بیا ګټونکي پر ضد د بچه سقاو احترام غوښتی وای، ایا همدې خلکو کله هم په تورخم د پاکستانۍ دروازې د جوړېدو پر ضد لاریون کړی، ایا همدې خلکو کله هم په هلمند، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، کندوز او بغلان کې د طالب د وحشت پر ضد غږ پورته کړ، ایا همدې ګوندونو کله هم د ښوونځیو د تړل کېدو او د یوه لوی اکثریت پر ضد د روانې جګړې پر ضد شعار ورکړ؟
هېڅکله هم نه، بلکې همدې خلکو باالعکس یو شمېر داسې لوبې وکړې چې ستونزې یې راپورته او یوازې یې د خپلو جېبونو ډکولو ته کار وکړ.
که نه وګورئ د همدې ګوندونو په راس کې خلک چېرته او څه ډول ژوند لري، ایا د خپل یوه بېچاره افغان د ملاتړ لهپاره یې هم کله چېغه پورته کړه، غیر له دې چې شخصي منافع یې تر خطر لاندې راشي او د واک د انحصار او خپلولو لهپاره د پردیو په مرسته بېلابېلې توطیې په لاره کړي.
بس مخکې له دې چې په هېواد کې د صدارتي نظام غږ پورته شي، ښه ده چې یو ځل ملي فکر په همدې ګوندونو کې پیچکاري شي، په راس کې یې سوځېدلې او ناکاره پرزې لېرې او پر ځای یې وخت ځوانو او مستعددو اهلو کسانو ته ورکړل شي چې هم ملي فکر ولري او هم د دې جوګه وي چې د دې خاورې له هر ډول منافعو کلکه دفاع کړي، که نه په دې ذهنیتونو او دې نظریو وړاندې کول یوازې دومره کولای شي چې همفکران یې نور هم محدود کړي.