د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ډاډ ورکوي، چې د هېواد په شمال کې به د خپلسرو وسلوالو د کنټرول او بېوسلې کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د دغه وزارت وياند وايي په کندوز ولايت کې به هم د نوي امنيه قوماندان په مرسته د دغو خپلسرو وسلوالو شمېر تثبيت او د بېوسلې کولو لپاره پلانونه عملي کړي.

صديق صديقي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، که خلک له دغو وسلوالو ډلو ټپلو شکايت لري، کولاى شي له پوليسو سره يې مطرح کړي:

”د هېواد په هره برخه کې زموږ پوليس دا دنده لري چې غير مسووله کسان بېوسلې او هغه کسان چې قانون نه مني، په وړاندې يې قانوني چلند وکړي او وسلې يې ضبط کړي. دا کار په شمال کې هم روان دى. که خلک ستونزه لري، کولاى شي له پوليسو سره يې مطرح کړي او د دې ستونزې د حل لپاره پوليس په جديت سره کار کوي“

 

پرون د کندوز ولايت په لسګونو اوسېدونکو په يوه غونډه کې شکايت وکړ، چې د کندوز په ځينو ولسواليو له دې جملې خان اباد کې خپلسري وسلوال زيات شوي دي.

خلکو ويل چې دغه خپلسري وسلوالې ډلې په خپلو کې جګړې کوي، چې ملکيانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.

دوى شکايت درلود که د غيرمسووله وسلوالو ډلو خپلسري او خپلمنځي شخړې دغسې روانې وي، په دې او نورو ناامنو ولسواليو کې به راتلونکي انتخابات ونه شي. خو د کورنيو چارو وزارت ډاډ ورکړ، چې تر انتخاباتو پورې به دغه وسلوالې ډلې بېوسلې او امن تامين شي.

5 thoughts on “صديقي: په شمال کې به تر انتخاباتو مخکې امن تامينوو”
  1. په جنوب باندی به څه کوی؟؟؟
    په شمال کی خو هیڅ خبره نشته، خبره په جنوب کی ده. نو له دی داسی معلومیږی چی پښتانه به هیڅ په ټاکنو کی برخه وانخلی

  2. !تاندوالو ورونو السلام علیکم
    مونږه ستاسی دویب پاڼی په هدف پوه نشو؟ تاسو خو به یی په هدف ښه پوهیږی ځکه پاڼه موخپله ده، مګر مونږ بدبختان شاید دومره پوهه ونلرو، ځکه نو ستاسی دپاڼی په هدف کی مشوش او ګډوډ یاستو، البته دابه ځمونږ کمزوری وی..

    ما اوزما ملګرو فکر کاوه چه تاند یوه ملی، بی غرضه، خدمتګاره، اودبی قدرته افغانانو دپیغامونو رسولو اداره ده اوبس.
    ما عبداله کابلی د ښاغلی کرزی په نوم دبیړنی مشوری لیکنه، دجدی دمیاشتی په ۲۲ نیټه سهار وختی، لمړی ستاسو محترمی اداری ته، وروسته د بینوا محترمی اداری ته اوپه اخرکی ددعوت محترمی اداری ته واستوله.
    داچه مونږ ستاسی داداری سره زیاتره وخت په لیکنو بوخت یاستو، فکرمو کاوه چه لمړنی ویب پانه به تاند وی، چه ځمونږ دغه لیک خپور کړی.

    دبینوا اودعوت محترمی اداری کوردي تل ودان وی، زمونږ دغه ملی مشوره یی په بیړه خپره کړه، مګر ستاسو اداری تر اوسه خپره نکړه؟ او دخپل لیک په ګناه موهم پوه نکړو.

    زمونږ دغه لیکنه په هیڅ وجه دافغانستان اوتاند دقوانینو اومقره راتو سره په ټکر کی نه وه اونه به وی، داچه تاسو ښاغلو خپره نکړه نو مونږ مو په خپل فکر شکمن کړو

    په دغه لیکنه کی داکثریت افغانانو ملی ګټی نغښتی وی، اودافغانستان اکثریت افغانان هم دغه ډول لیکنو ته په انتظار دی، تاسو فکر ونکړی چه دغه ځمونږ شخصیی لیکنه وه، بلکه داملی لیکنه وه، ورونه کولای شی چه ځمونږ دغه لیکنه( ښاغلی کرزی ته بیړنی مشوره) په بینوا اودعوت ویب پانو کی ولولی اوبیا دي قظاوت وکړی.

    په اخر کی ستاسو لپاره ډیر لیکوونکی غواړو

    الله مومل شه

  3. د حل ډیره آسانه لاره : هرڅوک چی غواړی خپل هیواد ته په نظامی یونیفورم کی خدمت وکړی باید د کورنیو چارو وزارت له خوا استخدام او روزنه ورکړل شی ، سلاح یی ثبت او د دولت له خوا معاش ورته حواله او په ضمن کی دولت ته ضمانت ورکړی چی دهیچا د آزار او اذیت سبب به نه کیږی. هغوی چی له دولت سره ثبت نه وی مجرمین او جنایت کاران دی چی باید خلع سلاح او مجازات شی.

  4. دا یو ډیر ښه اقدام ده خو خدای ج د وکړی چی عملی یی کړی او پولیسوته د خدای ج دومره تاوانایی ورکړی چی ټولی زورواکی وسلوالی ډلی ټپلی خالی سلاح او د قانون منګلوته یی وسپاری
    مصطفی له کابل څخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *