تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري ناسته کې ویلي، افغان دولت د تاوتریخوالي په برخه کې د پام وړ کموالی منلی دی چې له اوربند سره یې فرق ونه شي.

صدیقي ویلي، افغان حکومت به له یوي واضحې تګلارې سره او له داسې پلاوي سره د سولې مذاکراتو ته ولاړ شي چې د خلکو لخوا تصویب شوی وي.

نوموړی وايي، د سولې مذاکراتي پلاوی به تغییر وکړي تر څو دا پلاوی همه شموله شي او له ټولو افغانانو استازیتوب وکړي: (( ټاکل شوې چې ولسمشر په دې تړاو له سیاسي لوریو او غیر سیاسي ډلو سره مهمې سلا مشورې وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو اعلان کړی چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې به له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

خو پر افغان حکومت نیوکه ده چې پلاوی یې لا نه دی ټاکلی او که یې ټاکلی هم وي پټ یې ساتلی دی چې له دوی سره پرې مشورې نه دي شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *