تاند، دوشنبه، د ۵مه: ولسمشرۍ ماڼۍ، تر راتلونکو دوو اوونیو د سولې د مذاکراتو لپاره د یو پلاوي جوړولو او له طالبانو سره یې د خبرو اترو لپاره د استولو خبر ورکړی دی.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وایي د دغه پلاوي صلاحیتونه به محدود وي او د پریکړو د تایید لپاره به یې یوه سیاسي اجماع یا لویه جرګه جوړوي.

ارګ پر ټولو سیاستوالو غږ کړی چې خپل نظریات او همدارنګه د پلاوي د ترکیب او د کار د څرنګوالي په اړه خپلې طرحې له حکومت سره شریکې کړي.

خو پخوانی طالب لوی څارنوال جلال الدین شینواری بیا وایي چې طالبان به له هغه پلاوي سره چې ټولشموله نه وي او صلاحیتونه یې هم محدود وي، خبرو ته حاضر نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د نسبي اوربند دریمه ورځ روانه ده او په پای کې به یې د سولې تړون لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *