تاند، پنجشنبه، د عقرب ۹مه؛ د ولسمشرغني ویاند صدیق صدیقي ادعا کړې چې د طالبان د جګړې د مذهبي مشروعیت پر ضد اسلامي ټلواله د حکومت کار او د اسلامي اجماع د رامنځته کولو هڅه وه.

ښاغلي صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په انډونیزیا کې د علماو کنفرانس له لارې د طالبانو د جګړې پر حراموالي فتوا، د اسلامي همکاریو سازمان د مفتیانو غبرګون، د خادم حرمین شریفین په توسط د مکې او مدینې منورې د امامانو لخوا د طالبانو د جګړې رد هغه څه وو چې حکومت د اسلامي اجماع د رامنځته کولو لپاره ترسره کړي دي او اوس ټوله اسلامي نړۍ د طالبانو د جګړې پر ضد ولاړه ده.

ښاغلي صدیقي زیاته کړې، همدا راز د ۲۰۱۹ کال په پیل کې د افغان سولې په تړاو د هېواد په کچه تر ټولو لویه اجماع جوړه شوه چې د عاجل اوربند او جګړې د درېدو غوښتنه یې وکړه.

ښاغلی صدیقي د طالبانو پر ضد د اسلامي اجماع د رامنځته کولو خبره په داسې حال کې کوي چې تېره شپه د هېواد اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د یوې کورنۍ اجماع په اړتیا او رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

همدا راز د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار هم د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدل مهمه اړتیا بللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *