تاند، سه شنبه، د قوس ۱۲مه: ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا لخوا د ملي مشارکت حکومت د تشکیل غوښتنه هوايي، سرسري او له اساسي قانون سره په ټکر کې وبلله.
دغې شورا تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې له بحران څخه د هېواد د ایستلو لپاره باید د ملکی مشارکت حکومت رامنځته شي او د اکثریت پر ځای دې د تفاهم حکومت جوړ شي.
خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا پر خپله ټویټر پانه دغو نوماندانو ته په ځواب کې ویلي، د ولسمشرۍ نوماندان د خلکو پرېکړې، ارادې او هغه مقام ته ولس نوماندانو ته ورکړی دی، په احترام قایل شي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړې، افغانانو په ټاکنو کې د ګډون له لارې وښودله چې د جمهوري نظام تداوم غواړي او شاته نه ګرځي، فلهذا د نوماندانو طرحه هوايي، سرسري او له اساسي قانون سره په صریحو ټکو په ټکر کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نوماندانو بیا تېره ورځ ویلي وو که د ملي مشارکت حکومت رانشي د بحران لمنه به لا پراخه شي.
کچیری افغان دولت له اولی ورځی د ټاکنو نوماندان ته ځانګړی شرایط په پام کی نیولی وای نو نن به یو درجن نوماندان مو نه درلودل او بل دا چی کچیری په هغه ورځ چی د پاکستان سیاسیونو یا لومړی وزیر عمران خان د افغانستان په چارو کی د مداخلی له وجهی چی هغه ویلی وو چی باید په افغانستان کی لنډمهالی دولت جوړ شی او زموږ افغان دولت دا خبره ملګری ملتونو او نړیوالی امنیت شورا ته په داخلی چارو کی د مداخلی په ډول شکایت کړی وو نو نن به زموږ لنډغر نوماندان او څنډه ته شوی سیاسیونو د ملی مشارکت حکومت په طرحی کار نه کاوو
دا ملامتی د امریکا ده چی همدی لنډغرو ته یی دا ۱۸ کاله دولت کی ځای ورکړ ددی پر ځای چی د کابل د کنډوالی او کابل او نورو ولایتونو او کابل په ولسوالیو کی د دوی د جنګی جرایمو په خاطر د څیړنو لپاره ځانګړی نړیواله محاکمه جوړه کړی وای او د دوی بشری جرایم د بیلګی په ډول د خلکو په سرنو باندی د میخ ټکوهل او ښځو سینی پری کول او همدارنګه په عام محضر کی د ښځو د زیږون زیاتره قضیه څیړلی وای او هغه غلاووی چی دی لنډه غرو په داخلی جګړو کی کړی دی عدالت او محکمه ورسره شوی وای نو نن به د لنډمهالی او ملی مشارکت حکومتی طرحی په جیبونو کی نه ګرځولی، ددی ټوله ملامتی په کرزی او دده سره چاپیر د لنډغرو ډلو او سیاسیونو پوری اړه لری
کچیری نړیوال د افغان ولس غږ اوری وخت لا اوس هم ندی تیر بلکه ویل کیږی چی ماهی هر وخت له اوبو وویستل شی تازه وی یعنی که همدا نن یا سبا د همدی جنګی جنایت کارو په وړاندی ځانګړی نړیواله محاکمه جوړه شی ولس به یی درناوی وکړی او پدی هیواد کی به سرتاسر سوله او سوکالی راشی نو چی کله نړیواله ټولنه جنګی مجرمین ته په داخل کی د ځای غوښتنه کوی او ولسمشر ته د همدی لنډغرو لپاره سفارش کوی او ځان واسطه کوی ددی معنا داده چی دوی دلته سوله نه غواړی او دوی دلته د مجرمین په جرم باندی سترګی پټوی
یعنی هر څوک چی افغان ولس ترور وی یا وژنی بیا همدا نړیوال او امریکا به داسی ډلو او ټپلو ته قدرت او څوکی ورکوی