تاند، سه شنبه، د ثور ۲مه: ارګ وايي، د ولسمشر اشرف غني او لومړۍ مېرمنې رولا غني د کورونا وایرس معاینات منفي تشخیص شوي دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر لیکلي، د عامې روغتیا وزارت د ولسمشر غني په شخصي غوښتنه له هغه او مېرمنې څخه یې د کورونا وایرس معایناتو لپاره سمپلونه اخیستي وو، خو اوس دا پایلې منفي تشخیص شوې دي.
صدیق صدیقي د ولسمشر غني د صحت ډاډ ورکړی دی او وايي، ولسمشر د حکومت کارونه له څو جبهو څخه مخته وړي: (( د ولسمشر د روغتیا لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې صدیق صدیقي د ارګ د شلو کارکوونکو په کورونا د اخته کېدو اوازې تایید کړې وې.
دا خبره رویټرز کړې وه او ویلي یې وو چې د چارو د ادارې نږدې ۲۰ کارکوونکو د کورونا مثبتو پېښو ثبت ۷۰ کلن ولسمشر اړ کړی دی چې له خپلو لوړ پوړو سره د ویډیو له لارې جلسات برابر کړي.
رویټرز د ارګ د یو چارواکي له قوله لیکلي وو چې دوه داسې پاکټي اسنادو باندې شک دی چې د ځینو ادارو لخوا ارګ ته استول شوي او هلته یې کارکوونکي په کرونا اخته شوي دي: (( دا دوه اسنادونه له بیلابیلو ادارو راغلي او کارمندان یې په کورونا اخته کړي دي، اپریل میاشتې له پیله مو پلټنې ورپسې پیل کړې دي همدا راز مو کارکوونکي په کور قرنطین کینولي دي.))
بلخو د فاریاب والي نقیب الله فایق پر خپل ټویټر ادعا کړې ده چې د ده د راپورونو په اساس د طالبانو څو غړي په دغه ولایت کې په کورونا اخته دي.
نوموړي ویلي، څو مشکوکې مړینې هم د طالبانو په منځ کې شوې دي چې ښيي دغه کسان کورونا نیولي وو.
څو ورځې وړاندې د بې پولې ډاکټرانو ته منسوب راپور کې هم ویل شوي وو چې د طالبانو په لیکو کې ۱۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.