تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: افغان حکومت د یوناما له لوري ملکي تلفاتو کې د دولت پلوه ځواکونو د ۳۱ سلنه ښکېلتیا راپور راد کړی او زیاته کړې یې ده چې د ملکي تلفاتو اصلي لامل طالبان دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن یو خبري کنفرانس ته وویل، ځانمرګي، د سړک د غاړې ماینونه، پر ښوونځیو، جوماتونو او بازارونو بریدونه د طالبانو کار دی او زیات ملکي تلفات همدغو پېښو کې اوړي.

صدیقي زیاته کړه، کابل اندېښمن دی چې یوناما دا معلومات څنګه او په کومه طریقه راټول کړي دي: (( یوناما وایي چې د جنورۍ له لومړۍ د جون تر ۳۰مې طالبانو ۵۴۱ ملکیان وژلي او ۱۴۳۷ یې ټپيان کړي دی، خو که موږ د وروستۍ اوونۍ راپور درکړو نو طالبانو مو ۱۱۰ ملکیان وژلي او ۲۰۰ نور یې ټپيان کړي دي، دغه راز یې دریو ورځو کې ۶۴ ملکیان وژلي او ۹۰ یې ټپيان کړي دي))

نوموړی وايي، طالبان په اوسط ډول د ورځې ۲۰ ملکیان وژني: (( هو هغه تلفات چې له موږ اوښتي دي، په تېروتنې سره دي، موږ یې څېړنې کوو.))

صدیقي دغه راز له یوناما وغوښتل چې د تلفاتو په تړاو معلوماتو راټولولو کې له دقت نه کار واخلي او افغان حکومت سره دې له نږدې څخه د ملکي تلفاتو د راپور په چمتو کولو کې کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *