صدیق صدیقي

تاند، سه شنبه د حوت ۱۳مه: د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یو تازه ټویټ کې ویلي، طالبان باید د تړون له مخې خپلو وعدو ته ژمن پاتې شي او د القاعده په شمول باید ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

صدیق صدیقي زیاته کړې، دوی هیله من دي چې طالبان په هوکړه عمل وکړي او له افغان دولت سره مذاکراتو ته کېني، تر څو کشاله په یوه سیاسي هوکړه هواره شي.؟

دا په داسې حال کې ده چې څو طالب مشرانو د سولې له تړون وروسته ویلي، افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او دوی به ورسره مخامخ مذاکراتو ته حاضر نه شي، البته د یو لوري په توګه ورسره خبرې کولی شي.

همدا راز طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پر افغان ځواکونو یې بریدونه بیرته پيل شوي دي او په امریکايي لوري به غرض نه لري.

One thought on “صدیقي: طالبان باید ترهګرو سره اړیکې قطع او افغان حکومت سره مذاکراتو ته کېني”
  1. کله چی دوی سولی تړون ته ژمن نه وی او بل لورته افغان ولس یا افغان دولت که ځواکونه او که دولتی کارمندان ټول افغانان دی نو د امریکا په وړاندی ګام نه پورته کوی ځکه استعمار خلاص شو نو داسی معنا ورکوی چی پاکستان بیا ګلبدین او ربانی او مسعود په شان داخلی جګړی ته ادامه ورکوی

    هغه وخت کی ویل چی جهاد افغانستان دفاع پاکستان

    مګر اوس وایی چی د افغانستان سوله د پاکستان له تورلیست برات ورکول

    مګر خبر نده چی بلاول بوټو ویلی چی په اوسنی سوله کی افغان دولت نه وو نو کیدای شی نتیجه یی منفی وی مخکی لدی ددفاع وزیر ویلی کیدای شی ځینی ډلی بیرته جګړی ته مخه وکړی او د قطر د سولی د تړون خلاف ګام پورته کړی

    نو پدی خو هر سړی پوهیږی چی د دوی نظامی شوراګانی په کوټه اوپیښور کی دی او همدارنګه د افغان نظامی او امنیتی اسیران یعنی بندیان هم په پاکستان کی ورسره وی ځکه دلته ټول زندانونه افغان ځانګړی ځواکونو مات کړل او بندیان یی راخوشی کړل چی دا خبره تیره ورځ ملی تلویزیون سره حمد الله محب هم وکړ

    مخکی لدی د پاکستان بوټو لور ویلی

    http://www.taand.com/archives/137961
    د بېنظیر بوټو لور وایي، طالبان د پاکستان په دولتي میلمستونو کې تداوي کېږي

    نوموړې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي لا هم د پاکستان په دولتي میلمستونو کې طالبان ساتل کېږي او کلکه درملنه یې کېږي، خو د پاکستان د پوځ تر کنټرول لاندې رسنۍ به هیڅکله دا هر څه د تاریخ له پاڼو څخه هېر نکړای شي.

    دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ګڼو مشرانو تر دې وړاندې په انفرادي ډول اعترافونه کړي دي چې دوی نه یوازې طالبان روزلي بلکې د لاهور او کراچۍ په روغتونو کې یې درملنې هم کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *