تاند، چهار شنبه د چنګاښ ۲۶مه: افغان حکومت وایي، بدخشان کې د کران و منجان د لاجوردو په کان به د طالبانو ولکه تر ډېره ټینګه پاتې نه شي.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان ځواکونه به سیمه کې تر ټولو لومړی تمرکز په دې وکړي چې د کران و منجان د لاجوردو له کان څخه د طالبانو د ولکې لمن بېرته ژر ور ټوله کړي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې طالبانو د دشنبې له ورځې راهیسې پر دغه کان بریدونه کړي او اوس یې د افغانستان د لاجوردو پر دغه ستر کان ولکه ټینګه کړې ده.
تر اوسه د کان له شلو څخه د زیاتو ساتونکو د برخلیک په اړه هم معلومات نشته، خو داسې شکونه کېږي چې دا کان د سیمې د مافیا لخوا طالبانو سره په ګډه لاندې کړای شوی دی.
ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی حجت الله خردمند همدا خبره کوي: (( بدخشان کې له کلونو راهیسې د لاجوردو د کان لپاره یوه مافیايي کړۍ جوړه شوې او زه فکر کوم چې اوس هم دغې مافیايي کړۍ طالبانو ته دا کان تسلیم کړی دی))
د ولسي جرګې بل غړی عبدالخالق رئيس وايي، که د دغه کان د بیا نیولو لپاره حکومت لاس په کار نه شي نو دا به بدخشان کې د طالبانو جنګي ماشین چالان ساتلو لپاره ډېره ګټه وکړي: (( جنګیالی هغه مهال ښه جګړه کوي چې پيسې ورکړل شي او دا به دطالبانو ښه مالي سرچینه وګرځي.))
خو ارګ بیا وايي، د امنیتي ځواکونو لومړیتوب به دا وي چې د کران و منجان د لاجوردو کان بېرته له طالبانو ونیسي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، دا کان به تل تر تله د طالبانو لاس کې پاتې نه شي: (( نه یوازې د طالبانو بلکې د ټولو تروریستي ډلو سترګې زموږ پر ملي منابعو ښخې دي، تاسې د کونړ ځنګلونه وګورۍ یا زموږ نور کانونه، دوی تل هڅه کوي چې دغو سیمو کې دیره پاتې شي او له ملي سرچینو ځانته ګټه واخلي، خو موږ به یې هم داسې پرېنږدو.))
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا فارن پالیسۍ ورځپاڼې خپل تازه راپور کې د کونړ د ځنګلونو په اړه هم ویلي چې داعش ډله په خورا بې رحمۍ دا ځنګلونه وهي او خپل جنګي ماشین پرې چالان ساتي.