تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳ مه: د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي افغاني لوري سره خبرو ته د طالبانو د امادګۍ په تړاو وایي، د طالبانو لپاره تر ټولو ښه د سولې فرصتونه افغان حکومت برابر کړل خو طالبانو بیا هم د افغانانو وژنې ته لومړیتوب ورکړ.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تیره ورځ له الجزیري تلویزوني شبکې سره ویلي، چې تیار دي له افغان حکومت سره د خبرو میز ته کیني.
بل لورته ځینې راپورنه وایي چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر یو درې کسیز پلاوی پر افغان سولې د بحث لپاره مسکو ته تللی دی او بل پلاوی یې چین ته رسېدلی، تر څو د خبرو بیا پیل لاره خلاصه کړي.
که څه هم طالبانو په رسمي توګه تر اوسه دغه موضوع تایید کړي نه ده خو د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ترڅنګ یو شمېر نورو اژانسونو د طالب سرچینو په حواله ویلي، چې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ روسیې ته د طالب استازو سفر پرون جمعه تر سره شوی دی.
پر همدې مهال د روسیې ټاس خبري اژانس هم ویلي، چې دغه طالب پلاوي پرون په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم کتلي دي.
خو افغان حکومت وایي طالبان که اوس هر چیرته لاړ شي مګر د کابل لپاره اوس ټاکني لومړیتوب دی او له ټاکنو وروسته کابل په بشپړه توګه دې ته اماده ګي لري چې له طالبانو سره د سولې خبرې مخته یوسي.
دی وایي طالبان باید دا ثابته کړي چې دا ډله سولې ته ژمنه او د افغانانو له وژنو لاس اخلي.
ښاغلی صدیقي وایي موږ لا هم په دې اعتراض کوو چې د طالبانو پټنځایونه په پاکستان کې دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلې.
پښتو کی یو متل ده چی وایی کله د آبا وار وی او کله دی آدی مخکی طالبانو د افغان دولت سره خبری نه کولی مګر اوس دولت
خدای د افغان سره جوړ کړی