تاند، دوشنبه، د اسد ۷مه: د ارګ ویاند صدیق صدیقي سپیناوی ورکړی چې د ولسمشر غني لخوا وروستۍ ګمارنې د اړتیا پر اساس وې او له کمپاینونو سره هیڅ اړه نه لري.
صدیقي نن یو رسنیز کنفرانس کې په ډاګه کړه چې د کمپاینونو له پیل سره سم باید ټول د ولسمشرۍ نوماندان د دې پروسې درناوی وکړي.
نوموړي د ټاکنو تحریموونکو انتخاباتي ډلو ته په اشاره وویل، ټاکنیز کمېسیونونه د شکایتونو د څېړنې لپاره ځانګړي میکانیزمونه لري او هغوی ته دې مراجعه وشي، نه دا چې یوه ملي پروسه له ننګونو سره مخ کړي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه، ولسمشر به کمپاینونو کې له دولتي امکاناتو هیڅ استفاده ونه کړي او د هغه د امر له مخې تر دې وروسته به هیڅ دولتي کارمند هم کمپاینونو کې ونډه وانخلي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د اتمر په پلوئ یو شمېر ټاکنیزو ډلو د انتخاباتو د تحریم خبره کړې وه او ویلي یې وو، ولسمشر غني له دولتي امکاناتو استفاده کوي ځکه نو د دوی پلویان باید ټاکنو کې ونډه وانخلي، مګر تر دې تحریم لږ وروسته رحمت الله نبیل اعلامیه ورکړه چې موږ د اتمر ډلې سره په دې تصمیم کې موافق نه یوو، بلکې موږ ټاکنو کې برخه اخلو.
د یو بل خبر له مخې ښاغلي صدیقي کابل ته د عمران خان د سفر د اوازو په تړاو وویل، تر اوسه داسې کوم معلومات نه لري او نه هم د عمران خان د سفر اجنډا روښانه شوې: (( دا به له وخته مخکې خبره وي چې په دې اړه څه وویل شي.))
صدیقي زیاته کړه، کابل له پاکستان څخه تمه لري چې د افغان سولې او جګړې د پای ته رسولو په تړاو جدي او عملي ګامونه واخلي.