تاند، شنبه د چنګاښ ۲۹مه: افغان حکومت ادعا کړې چې له پاکستان څخه د کندهار د برید رهبري کېدو په ډاګه کړه چې لا هم د ترهګرو او د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو ځالې په پاکستان کې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، نن شنبه ماسپښین امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر په تړاو خبري کنفرانس ته وویل، کابل هیله من دی چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پالیسیو بدلولو کې پر دغه هېواد د امریکا فشارونه نتیجه ورکړي.
صدیقي زیاته کړه، کابل په دې باور دی چې د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان سوله او ثبات کې د پاکستان هم ګټه ويني خو په وینا یې افغانستان لا هم دې برخه کې د پاکستان عملي اقدامات نه دي احساس کړي: (( موږ اوس هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پالیسیو د بدلولو په تړاو د امریکا او اسلام اباد هڅو ته محتاطانه خوشبین یوو، اړتیا ده چې پاکستان موږ ته دا هر څه په عمل کې راښکاره کړي.))
صدیقي دغه راز وايي، که پاکستان رښتیني وي، د ډیورنډ کرښې ها غاړه دې د طالبانو مرکزونه وتړي، تر څو د افغانستان سولې او ثبات سره مرسته وشي.
صدیق صدیقي په داسې حال کې د ډیورنډ له پولې هاغاړه د طالبانو د خوندي پناه ځایونو خبره کوي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم نن د امریکا د مرکزي قومندانۍ له مشر جنرال مکنزي سره لیدنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرو د اصلي او خوندي ځالو د له منځه وړلو لپاره خاصه توجه وکړي.