صرف میر د عربي ژبې د ګرامر یو کتاب دی چې په اتمه هجري پیړۍ کې میرسید شریف جرجاني تالیف کړ. دغه کتاب تر اوسه پورې په مدرسو کې تدریس کېږي. هسې وایي چې یوه طالب له بل طالبه پوښتنه وکړه چې صرف میر دې لوستی دی؟ ده په ځواب کې ورته وویل: ما هېر هم کړ، ته وایې لوستی دې دی!
دغه حکایت زموږ د تعلیمي نظام درې اصلي ستونزو ته اشاره کوي. یو دا چې زموږ زده کړه تر ډیره حده پورې د حافظې د لوښي د ډکولو لپاره وي. په حافظه محوره زده کړه کې د موضوعاتو د منطقي،تحلیلي او انتقادي زده کړې په ځای ډیره توجه دې ته کېږي چې د حافظې لوښی ډک شي او څرنګه چې حافظې ته سپارل شوي مطالب ورو ورو هیرېږي نو هغه څوک چې یو وخت یې یو کتاب په سلو کې سل زده وي، بل وخت یې ممکن د کتاب عنوان هم هېر کړی وي. د یولسم ټولګي بیالوژي مې جمله په جمله او کلمه په کلمه حافظې ته وسپارله، خو څو ویشت کاله وروسته چې مې د زړو کتابونو له یوه دوکاندار سره هغه کتاب ولید او پاڼې مې یې واړولې، راواړولې، هیڅ شی پکې اشنا راښکاره نه شول.
زموږ د تعلیمي تربیتي نظام بل مشکل دا دی چې زده کړه پکې د مینې په اساس نه بلکې د جبر په اساس وي. هغه مطلب چې په جبر زده شوی وي، د یاد ساتلو او یو ځل بیا لوستلو شوق یې نه شو کولای. د زده کوونکي وهل او وېرول او په زور مکتب ته استول، زموږ په ښوونځیو، کورنیو او مدرسو کې عام دي. موږ تر اوسه پورې په داسې طریقو لازم غور نه دی کړی چې درس او تدریس ورسره تر وسه وسه پورې اسانېدلای او په زړه پورې کېدلای شي.
پاسنی حکایت زموږ د تعلیمي نظام یوه بله اساسي نیمګړتیا هم رایادولای شي. موږ تر اوسه پورې په دې نه یو قادر شوي چې زده کوونکي په دې قانع کړو چې د دغه کتاب زده کړه درته دغه، دغه ګټې لري او په ژوند کې دې پکارېږي. همدا وجه ده چې اکثره زده کوونکي او محصلان درسي کتابونه یوازې د دې لپاره لولي چې د امتحان له پلِ صراطه ورباندې په خیر واوړوي. کله چې درسي کتاب یوازې د امتحان لپاره زده کوو، د امتحان په سبا یې د یاد ساتلو او بیا لوستلو انګیزه نه لرلو او خامخا مو هیریږي.