جان کیري دوه نیم کیلو وزن له لاسه ورکړی، سوسن رایس بیخي په ځمکه ننوته، لوشتینکه ترې جوړه ده، چېک هېګل پر زړه لاس نیولی، اوباما هره شپه د خوب څلور ګولۍ اچوي، ریچارډ هالبروک بېچاره خو وار له مخه زړه ودرېد، که ولسمشر کرزی ښه نشو، ددې ټولو خون به دده پر غاړه وي. …
دا پېغلتوب مې د غم دود کړې
زیړي ځوانان راپسې مري خونکاره شومه
امریکا خپل زور او زر لیدل، د کرزي پر ژرنده یې اوړه نه ول کړي، پخپل رنګ کې کوټ ده ـ اوس به ورته څرګنده شوې وي، چې له سېره څو پخېږي. …
طالبانو د لسو کالو بریدونو، جګړو کې امریکا دومره لالهانده نکړای شوه، لکه ولسمشر کرزي چې په دې دوو، دریو میاشتو کې په رڼا ورځ پرې د آسمان ستوري و شمېرل ـ د امریکا د ماتې کریډټ د طالبانو نه د ولسمشر کرزي دي.
کابل کې له آش کاسې ګرمې دي، له کاسو، شاه کاسې. … له ډالر خورانو او ډالر بازانو خوب تښتېدلی ـ وایي، که ولسمشر له خپل ضد، بلکې د کابلیانو په وینا (شق) وانه وښت د ډالرو چینې به وچې شي او ډېری به له جل وهلې تندې بېهوښه پراته وي.
ښاغلي کرزي یو بل سر پرایز وړاندې کړ ـ ټولو ګڼله چې ولسمشر د امنیتي قرارداد لاسلیک یا د خپلو غوښتنو تحقق ته لویه جرګه راټوله کړې، لکه جرګه یې د قرارداد نه لاسلیک ته رابللې وه ـ خو جرګې بله وکړه ـ ولسمشر هم دومره وړې سپږې نه دی چېچلی، طالبان یې د خپل دریځ هرکلي ته ورمات کړل، حکمتیار یې ستاینې ته اړ کړ. …
حضرت صاحب خوابدی له کابله ووت ـ دده خوشالي دومره ګرانه خبره نه ده ـ د شاعر په وینا:
چې د چا په لاس کې مم وي ورته خاندي
د زاړه آشنا خویونه د وړو دي
ښاغلي مجددي یو ځل پېښور کې هم د استعفا ګواښنه کړې وه ـ خو دایې نشوای ویلی چاته استعفا، د څه لپاره استعفا؟
که څه هم د څه لپاره استعفا څرګنده وه، خو چاته د استعفا خبره یې د جنرال حمید ګل یوې پټکې خوله کې وچه کړه.
ولسمشر کرزي ته یې د مصلحت ګرایۍ پېغور ورکاوه. … له امریکا سره خپړې لګول مصلحت ګرایي ده؟
په نړۍ کې چا تر اوسه امریکا له دغسې ازمېښت سره مخامخ کړې ـ د دغسې مقابلې ټټر نه فېډل کاسټرو وهلی، نه هوګو شاویز. …؟
د ولسمشر ستونزه داده چې د مصلحت په ځای کې له ضد او ځېل کار اخلي او د جدیت هغه کې له مصلحت او محافظه کارۍ.
امریکا د خپلو ګټو هوس کې نه د ولسوالۍ کېسه ده، نه د بشري حقونو، نړیوالو نورمونو او اداري حقوقي تعاملاتو ، تردې چې د امنیتي قرارداد لاسلیک د ولسمشر پر ځای د دفاع وزیر صلاحیت ګڼلی شي، ګویا د خپلو موخو لپاره یوه دوست هېواد کې یو ډول بغاوت ته په لمن وهلو ځان پړ نشي پېژندلی. …
امریکا ولسمشر کرزي ته د صفر لقب ورکړی، لکه د هیرو او زیرو اعلان خپله انحصار پېژني، دا چې څوک څه خت هیرو، کله زیرو، کله مجاهد او کله ترهګر اعلان کړي. …؟
کله امریکا د صفر په ارزښت سر نشي خلاصولی ـ په داسې حال کې چې صفر هغه ځواک دی، چې له یوه، لس ، له لسو سل او له سلو زر جوړولی شي.
د همدغه صفر له امله امریکا افغانستان کې صفر ته د خپلو ځواکونو ټېټولو اشارې ته اړ ده ـ په داسې حال کې چې ناټو وار له مخه افغانستان کې صفر ختلې، چې دلته د هر پردي برخلیک صفر دی.
۲۰۱۴ کې قیامت نه را لوېږي، چې وړم کال د قیامت یوه وړاندوینه ناسمه وخته.
فه قلم دي بركت شه
شه ليكنه