د غرمې لس باندې، دوولس بجې دي.

د شپږو ځانمرګيو توره کرولا د جومات مخې ته ودرېده.

يوه ځانمرګي ښيښه لږه ټيټه کړه، د باندې يې ناړې تو کړې، د يوه لاس چپه خوا يې پر شونډو تېروله، په بل يې له جېبه موبايل راوکيښ.

  • ته راکړه د مولوي صاحب نمبر
  • صفر صفر دو نوي، درې …..
  • اسلام عليکم مولوي صاحب
  • وعليکم السلام ورحمة الله. ان شاالله تاسې به محفوظ ياست؟
  • الحمدلله، خدای دې اجر درکړي. مولوي صاحب موږ د خدای په حفاظت کې، سلامت جومات ته را ورسېده اوس شروع ورته کوو.
  • نه نه اوس شروع مه کوئ، تر اوسه خو غرمه ده. همدلته لږ انتظار وکړئ چې دا کفار ننوځي، له شا ورپسې ورشئ.
  • والله څه ووايو نو مولوي صاحب د انډيوالانو هم داسې تلواره ده. که دې خوښه وي زه به ننوځم اذان به وکړم چې دوی راشي، شروع به يې کړو.
  • نن جمعه ده، حورې په حوض کوثر کې لامبي، ايله دې تر مازديګره ولامبي او ځان دې درته جوړ کړي.
  • بيا نو سمه ده، هلته چې دوی ته د حوض پر غاړه ناست يوو، تر هغه انتظار مو د دې دنيا انتظار خوښ دی.

    سيدشاه سقيم

4 thoughts on “صفر صفر دو نوي”
  1. سقیم جانه په قلم دی برکت شه دیر موده پس ستاسی یو لیکنه مو ولستولو هفه دماښام لمونڅ لیکنه مو هم لا تراوسه زما په یاد دی چی په رښتیا سره دیر شه لیکنه وه که هغه لیکنه مو په لاندی بریښنا لیک که راته واستوی نو ستاسی دیر مهربانی وی
    هرچیرچی روغ او ښاد اوسی

  2. ډیر اعلی ، ډیر ښه انځور دې کښلی واقعاً چې دا بې خبره ټول دغسې د جهالت په تیارو کې اوسیږي او د غټو لیوانو د سیاسي هوسونو لپاره د اور خوراک کیږي .

  3. سقیم صاحب دې ښاد، سوکال او بریال وي ، هېوادنۍ مینه، ملي احساس او عالي درک تر ټولو ښه په سقیم صاحب کې تر نظره کولای شو.

  4. Absolutely, one of the best short but full of meaning writings that I have seen for a long time and thank you Mr. Shah Saqeem with appreciation.

    A small request if I may make that, please take the word SAYED out of your name because in Afghanistan that title means that you are GENETECALLY SUPERIOR than the rest of all Afghans which is not true in the absence of any proof what so ever.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *