سعودي- ایران

لیکوال: استاد عبدالکبیر صالحي (د هرات پوهنتون استاد)    

ژباړن: نصیر غورځنګ   

سلفي اسلام د سني افراطپالنې یوه ډول دی، دقیقاً لکه څنګه چې صفوي اسلام د شیعه افراطپالنې یوه ډول دی. څومره چې د سعودي عربستان حکومت د سلفي اسلام د په پښو درولو لپاره کوښښ کوي، دقیقاً هماغه ډول د ایران شیعه حکومت د صفوي اسلام په ننګه ولاړ دی.

سلفي او صفوي اسلام، دواړه تکفیري خوی لري، او ددې دوو ایدیالوژیو مخامخ کیدل، له جګړې کم نه دی، له دې دوو ډلو څخه یې هر یوه کوښښ کوي، چې مقابل طرف تکفیر کړي او عقاید یې ، پوچ، کفري او بدعتي ثابت کړي.

د دې اختلافاتو سره سره یوه مشترکه دنده هم شته، چې دا دواړه ډلې یې پر مخ وي، او هغه هم په خپله نفوذي ساحه کې د دیني تروریسم تمویلول دی. هغه تروریستي ډلې چې د سني یا سلفي مذهب تر جنډې لاندې جنګیږي عبارت دي له، القاعدې، طالبانو، داعش او… او هغه تروریستي ډلې چې د شیعه یا صفوي جنډې لاندې جنګیږي، عبارت دي، له فطمیون، حشدالشعبي، حذب الله او…

په دې ورځو کې د محقق هغه خبرو ډیر انتقادونه را وپارول، چې د شیعه تروریستي ډلو د ملاتړ لپاره یې کړې وې، او دا ډلې یې په یو ډول نه په یو ډول بر حقه وبللې او د حذب الله ډله یې د دین ساتونکي ډله بللې وه.

زما په باور د محقق دا ډول خبرې د حیرانتیا وړ ځکه نه دی، چې محقق کلونه کیږي، چې د ایران په لاس د پالل شوي صفوي اسلام له سخاوته برخمن دی، نو له محقق څخه باید د شیعه تروریستي ډلو د تمجید او د سني تروریستي ډلو د تکفیر خبره راووزي. محقق یو شیعه تکفیري سړی دی، لکه څرنګه چې ملا هبت الله یو سني تکفیري سړی دی.

په تکفیر کې د ملا هبت الله او محقق تر منځ هیڅ فرق نشته، فرق یې په دې کې دی، چې ملا هبت الله متزلزله تکفیري نه دی، په تکفیر او تروریستي فعالیتونو کې یې دریځ ثابت دی، خو محقق بیا کله د ډیموکراسۍ د ونې تر سیوري لاندې ویده وي، او کله د صفوي اسلام تر تورو لاندې، مانا دا چې کله څټک په میخ وهي، کله په نال.

One thought on “صفوي او سلفي تکفیریان”
  1. اخوان الشیاطین او بلخصوص افغاني کاپي خو یې هم له دوی کمه نه ده ، حزبیان ، سیافیان او تر اهلي کیدو تر مخه جمعیتیان هم اشد تکفیریان ول او دي او په ښکاره به یې ویل څوک چې زمونږ سره نه دي هغه کافر دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *