که صلاحیتونه او مسولیتونه صمیمي اړیکې ونه لري، مدیران نشي توانیدی، چې اړوند مادونانو ته اغېزمنې لارښوونې وکړي یا یې تشویق کړای شي. د صلاحیتونو او مسولیتونو ترمنځ د اړیکو نه پاللو په صورت کې د تمې سره سم د هدف ترلاسه کولو په موخه د پلان مطابق او رښتینې اجرأت نشي ترسره کیدی. لاس لاندې کارکوونکي اړ دي، چې امرونه توزیع کړي، اړوند سرچینې په کار واچوي او په مصرف یې ورسوي، تصمیمونه ونیسي، حکمونه جاري کړي او معلومات وړاندې کړي ترڅو غوره اجرأت او ورسپارل شوي ذمه وارۍ په اغېزمنه او ګټوره توګه ترسره کړي. د صلاحیتونو او مسولیتونو له مخې وګړي د موقف اړوند چارې پر غاړه اخلي.
کله چې یوه اداره رامنځ ته شي، څانګې تشکیل شي، وګرو ته وظیفې وسپارل شي، نو کار کولو ته اړتیا پيدا کیږي. مدیران کړنې، وخت، د کړنو طریقه، راپور ورکول او د کارکولو اړوند موقعیتونه کارکوونکو ته ښايي، چې دغو ټولو فعالیتونو د ښه حاصل په موخه د صلاحیتونو او مسولیتونو اړیکو ته وده ورکول لویه اړتیا ده. یادونه کوو، چې صلاحیت او مسولیت په بېلا بېلو مقامونو، موقفونو او بستونو پورې توپير لري. کیداشی شي، چې په لوړ مقام کې د صلاحیتونو او مسولیتونو کچه لوړه او په ټييتو کې یې نسبت ټيټه وي.
صلاحیتونه او مسولیتونه یو تر بل نه بېلیدونکي اړیکې لري. که د تصدۍ د پلورنکي څانګې مسول څخه پرته د صلاحیت ورکولو وغوښتل شي؛ چې پېر ته پراختیا او پرمختیا ورکړي. د څانګې مسول اړ دی، چې د اعلاناتو لګښت زیات کړي، جغرافیايي ځایونو ته بدلون یا پراختیا ورکړي او نوي پلورونکي وګماري. دا ټولې کړنې د مسولیت په ورکولو سره نه کیږي، باید صلاحیت هم ورسره مل شي. په لنډو، هر هغه چا ته چې مسولیتونه او ذمه وارۍ ورکول کیږي، باید د اړتیا سره سم صلاحیتونه هم ورکړل شي؛ ترڅو بریالي واوسي. صلاحیت او مسولیت باید متناسب وي. که صلاحیت د مسولیت نه لږ وي، د شخص تقاضا به صلاحیت ته ډیره وي نو دلته موازنه برابره نه ده. که مسوات نه وي؛ لاسته راوړنې نه کیږي. ځکه خو د صلاحیتونو او مسولیتونو متناسب حالت ته پام کول په ادارو او دولتي ارګانونو کې یوه اړتیا ده.
په تاسف، که زموږ(د افغاني) ټولنې د ادارو یو شمیر د بېلا بېلو کچو چلوونکو کاري طرز ته وګورو تل هڅه کوي، چې ځانونه داسې وښايي ګواکې دوی له مسولیته؛ صلاحیتونه ډیر لري. خو د هرې کچې دندې مسولیتونه او صلاحیتونه دواړه لري. که ټوله توجو د صلاحیت په نیولو او کارولو وشي؛ هدف ته په اسانۍ سره نشو رسیدی. ځکه د صلاحیتونو او مسولیتونو ترمنځ اړیکو پاللو ته پام کول ضروري دی. که یو لوړ پوړی آمر یا مدیر د دندې او څانګې صلاحیتونه په ځان پورې تړي نو معنا یې دا ده، چې د ادارې اړوند سرچینې په خپل لاس له کاره غورځوي. که ټيټ پوړي کارکوونکي د چارو پرمخ وړلو لپاره اړوند صلاحیت ونه لري، چې پرمخ لاړ شي، نو انتظار به باسي ترڅو د لوړ مقام او واکمن له خوا اجازه ورکړل شي. خو تر هغې به وخت او چانسونه ضایع شوي وي. هغه کار کوونکي چې د دندې یا بست صلاحیتونه یې محدود شي؛ په بریالیتوب سره خپلې ذمه وارۍ او مسولیتونه نشي تر سره کولای. صلاحیت د کارکوونکو وړتیاووې دي که له کارکوونکو څخه واخیستل شي، کاري ساحه یې محدوده او کمزوري کیږي. په دې صورت کې کارنده حالت له ګواښ سره مخامخ کیدای شي.
د صلاحیتونو او مسولیتونو پر اهمیت او اړتیاوو مو یو څه خبرې وکړې. اړینه ده، چې د ښې پېژندنې په موخه یې د یو شمیر مفکرینو څرګندونې په داسې توګه وکاږو: هغه دندې او ذمه وارۍ، چې یو چاته د ترسره کیدو لپاره سپارل کیږي؛ له مسولیت څخه عبارت دی. صلاحیت هغه حق دی، چې له مخې یې مادون ته لارښوونې او امرونه توزیع کیږي ترڅو ورسپارل شوي دندنې په ښه توګه ترسره کړي. مسولیت یو مجبوریت دی، چې سپارل شوي چارې باید ترسره شي. صلاحیت د لوړو پوړو مدیرانو له خوا ټيټ پوړو مدیرانو ته حق ورکول دي او د امر کولو او معلوماتو وړاندې کولو اختیارات او وړتیاوې دي.
پای ـ 13 زمري 1394