تاند- د سولې د عالي شورا ريیس صلاح الدین رباني وايي چې د قطر د سولې بهیر ناکام شوی نه دی.
ښاغلي رباني د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل:«د قطر له دفتره د طالبانو د بیرغ او لوحې له کښته کېدو وروسته اوس مخالفان(طالبان) په خپل منځ کې سلا مشوره کوي او ښايي په راتلونکو څو ورځو کې پرېکړه وکړي. که دوی د افغانستان د سولې له عالي شورا سره په خبرو موافقه ونه کړي دفتر به یې وتړل شي.»
ښاغلي رباني ټینګار وکړ چې مخکې تر مخکې د دواړو خواوو ترمنځ موافقه شوې وه چې طالبان به د افغانستان د سولې له عالي شورا سره ږغېږي.
صلاح الدین رباني څو ورځې مخکې ویلي و چې که د قطر د سولې بهیر د هیواد په ګټه نه وي، پر یوې بلې لارې به غور وکړي.
په همدې حال کې د طالبانو له خپل دفتره د بیرغ او اسلامي امارت د لوحې له کوزېدو وروسته ویلي چې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره به خبرې ونه کړي.
خو پاکستان بیا ویلي چې دوی طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار کړي دي.
سلاح الدین رباني وویل:«لا نه شو ویلی چې د قطر د سولې بهیر ناکام شوی. موږ مالومات لرو چې طالبان د خپل بیرغ او لوحې له لېري کېدو وروسته په خپل منځ کې پر سلا مشورو بوخت دي، کېدای شي چې دوی په راتلونکو څو ورځو کې یوې پرېکړې ته ورسېږي، که دوی د مخکینۍ موافقې خلاف د افغانستان د سولې د عالي شورا له پلاوي سره خبرې ونه کړي دفتر به یې بند شي.»
په همدې حال کې پاکستان ویلي چې د طالبانو او امریکايي مامورینو ترمنځ به په دوحه کې ژر خبرې پیل شي.
ډیر د شرم او خجالت ځای دی چې پاکستانیانو پشان پس قوم مونږ په خپلو کې جنګوی او بیا مو د پوخلاینی ټیکداری هم په غاړه اخلې ترڅو د نړیوالو پری پیسي راوشکوی. لعنت د شې پرداسې مور او پلار چې داسې بی وجدانه اولادونه یې راوړی چې پاکستان سپی توب یې په غاړه اخستې او ویاړی پری؟
زیک پښتون خانه، زه خو وایم چې په کاڼو د ویشتلو دي. چې ګټې یې تر لاسه شوې نو جهاد ختم شو؟ دا څنګه؟ دا هم اسلام دۍ؟ دا د انسان کار نشي کیدای. دا د خردجال کار دی. بس دوی ټولو رزیلانو د پښتنو تباهۍ ته یښې ده…که خدای پاک دوی او د دوی اولادونه تباه کړي، آمین.