ولسي جرګې ته د ولسمشر له لوري دکابينې دغړو په معرفي سره د ولس هيلې بيا ژوندۍ شوې ځکه چې افغان ملت هره ورځ د ژوندانه په ډګرکې له نويو کېسو او داستانو سره مخ کيږي دا ملت ډيرو جګړو او ناخوالو ځپلى په کوچني مثبت حرکت او پرمختګ سره هم دخوښۍ احساس کوي،پراساسي قانون تر معاملې وروسته د ملي يووالي دحکومت جوړښت رامنځ ته شو دې ملت ومنلو ځکه چې په افغانستان روان حالات،پردۍ مداخلې،بهرنۍ لوبې او په ټولنه کې د بې اعتمادۍ بحران هرڅوک هيرولي دي، هره ورځ له هر کورڅخه دهرې کورنۍ غړې په دعاګانو سره بهرته ځي کار او ژوند کوي د ژوند هره شېبه دخطر له کمين سره مخامخ ده.

کله چې تر اوږد ځنډ وروسته د کابينې غړي د يو او بل تر سيوري لاندې ولسي جرګې ته معرفي شول،دافغانستان په کليو،بانډو ،ښارونو او کوڅو کې خلک خوښ شول ځکه په ولس کې دهيلو يوه بله دروازه پرانيستل شوه هغه دروازه چې هميشه دملت پر وړاندې دمعاملو او غيرې مشروع سياستونو له امله تړل کيږي.

له دې سره د ولسي جرګې مارکيټ هم ښه ګرم شو ، ځکه په ولسي جرګه کې د وکالت پر چوکيو اکثريت کسانو لپاره د ګټو دروازه خلاصه شوه،ګوتو په شميره کسانو لپاره چې ممکن پر دې خاوره او لس به يې زړه سوځي د ملي ازموينې دروازه پرانيستل شوه،اوس هم ګرمه لوبه روانه ده.

تر کالونو وروسته په ولسي جرګه کې د وکالت پرچوکيو ناستو کسانو د دوه ګونو تابعيت لرونکو نوماند وزيرانو د رد پريکړه وکړه چې په دې پريکړې سره ولس يوځل بيا له سخت تشويش سره مخامخ شو ځکه چې ولس د يو بل سياسي بحران خطر احساس کړ او ولسي جرګې ته معرفي شوي دوه ګوني تابعيت لرونکي وزيران هم ولس ته څرګند شول.

اوس ويل کيږي چې ځينې نوماند وزيران د نورو هېوادونو له تابعيتونو څخه تير شوي دي، ښه کار يې کړى دى ځکه چې په يوه زړه کې دوې مينې ځاى نه لري،داچې په واقعيت سره به يې له بهرنيو هېوادونو سره سياسي،حقوقي او معنوي رابطه شلولې وې، ولس نور پرې خبرنه دى ، ولې په دې دوه ګوني تابعيت لرونکو نوماند وزيرانو کې صلاح الدين رباني چې د هېواد يو مهم او کليدي وزارت لپاره چې د بهرنيو چارو وزارت دى نوماند شوى دى په دې پلمه سره چې له تابعيت تير شوى ولسي جرګې ته يې خپل پروګرامونه وړاندې کړل.

نوموړى ځوان دى،تعليم لري،په لوړو پوستونو کې يې کار کړى دى،نړيوال ليد هم لري ځکه دغه ځانګړتياوې لري چې د جهادي مشر استاد رباني زوى دى،د هېواد په ټولو هسکو او ټيټو شرايطو کې ورته زمينه مساعده وه چې هم لوړې زده کړې وکړې او هم په کم وخت کې د بهرنيو چارو وزارت مديريت ته ځان چمتو کړي د ولسمشر کرزي په وخت کې يې هم ښه تبارز وکړ دسولې دعالي شورا دمشر په حيث وټاکل شو،ولسمشر کرزى په ميراثي ،خاني او ملک کي سياستونو باندې ښه پوهيدو،دا ورته مهمه وه چې دخلکو لپاره چوکۍ پيدا کړي، دسولې دعالي شورا د مشر په حيث د صلاح الدين رباني د لاسته راوړنو څخه به يادونه نه کوو ځکه څه شى به ياد کړو.مهمه خبره دا ده چې مونږ هيڅ فکر نه کولو چې د جهادي مشرانو زامن دې د غيرې اسلامي او يا نورو هېوادونو تابعيت ولري مونږ ويل چې دوى به هم زمونږ په شان اوږد ې او لويې تذکرې لري او په واقعيت سره به له دې خاورې سره مينه لري،خو معلومه شوه چې داسې نه ده ځکه چې صلاح الدين خارجي دى، دانګليستان تابعيت لري او هميشه به يې د انګليستان سترګه په ذهن کې ګرځي .

له دې به هم ورتير شو خو که چيرې بهرنيو چارو وزارت ته بريالى کيږي او د هېواد د بهرني سياست دمديريت او رهبريت کلۍ ورکول کيږي نو بايد په بشپړه توګه د افغانستان ملي ګټې په نظر کې ونيسي داسې نه چې د افغانستان له دريځ څخه د مشترک المنافع هېوادونو د ګټو او سياستونو لپاره کار وکړي.لکه څرنګه يې چې دخپلو پروګرامونو د وړاندې کولو پرمهال وويل چې دبهرني سياست اساسي اصول به پلي کوي،د نړۍ له هېوادونو سره به سياسي او ديپلوماتيکي اړيکې ټينګوي،دافغانستان ملي ګټې به خوندي ساتي او په بهرنيو چارو وزارت کې به ژور اصلاحات منځته راوړي او داسې نور پروګرامونه يې هم په ډاګه کړل.

کله چې نوموړي په بهرنيو چارو وزارت کې د ژورو اصلاحاتو خبره وکړه،دتيرو وزيرانوکړنې،کارنامې او داستانونه راته ياد شول او سترګوته مې ودريدل ځکه چې سترې ګډوډۍ او بې عدالتۍ ترې په ميراث پاتې دي، د اصلاحاتو په نوم هر وزير دافغانستان ديپلوماسۍ او بهرني سياست ته زيان رسولى، همدا اوس په ټوله نړۍ کې کمزوري،له فساد ډک ،له ملي ګټو او ملي هويت څخه ناخبره بهرنۍ سياسي نمايندګۍ دافغانستان دي.که دصلاح الدين رباني د اصلاحاتو طرحه هم داسې وي چې يو قوم دافغانستان دبهرني سياست په ټوله دستګاه او نمايندګيو کې ځاى پرځاى کړي نو دا هېواد به په ملي او نړيواله کچه نور هم بدنام شي، ځکه چې همدا اوس هم دافغانستان يو قوم ته منسوب ٨٠سلنه کسان د هېواد په بهرنيو چارو وزارت او سياسي نمايندګيو کې کار کوي.

اصلاحات دې ته وايي چې پوه،ژمن،خدمتګار،صادق،مسلکي او د بهرني سياست پر اصولو پوه شخصيتونه د بهرنيو چارو وزارت په لوړو پوستونو کې په دندو وګمارل شي داسې کسان ونه ګمارل شي چې رئيس جمهور ته د صدراعظم او صدراعظم ته د رئيس جمهور خطاب وکړي ،داسې سفيران بهر ته واستول شي چې په دې پيړۍ او شرايطو کې په ښه او غوره توګه دافغانستان له ملي ګټو او ملي هويت څخه دفاع او ساتنه وکړي په ديپلوماتيکو لارو او مهارتونو سره نړۍ دې ته وهڅوي چې دافغانستان دستونزو په هواري کې واقعي سياست غوره کړي او هغه ننګونې په نړيوال مسووليت سره پاى ته ورسوي چې د ژورو لوبو او ګټو لپاره يې افغانستان دبدمرغۍ کندې ته غورځولى دى.

بريالى روان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *