د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور

تاند- د بلخ پخواني والي نن /شنبه/ یو وار بیا ولسمشر غني او اجرايي رييس عبدالله ته خبرداری ورکړ چې د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي په برخلیک به اخته شي.

نور، چې لا هم ځان د بلخ قانوني والي بولي، وویل«موږ به تر هغو مخ په وړاندې ځو چې د واک خاوندان (غني او عبدالله) د خلکو په وړاندې په ګونډو شوي نه وي. دوی باید وپوهېږي چې که دا کار ونه کړي، د قذافي یا صدام له برخلیک سره به مخامخ شي.»

په همدې حال کې راپورونه وايي چې صلاح الدین رباني او د جمعیت ګوند یو پلاوی نن مزارشریف ته تللي چې له عطا نور سره خبرې وکړي.

له صلاح الدین رباني جلا د ولسي جرګې ۲۰ غړي هم مزارشریف ته رسېدلي چې له نور سره وګوري.

دا سفرونه وروسته له دې کېږي چې د امریکا مرستیال ولسمشر او په کابل کې د امریکا نوي سفیر نوي والي ته د بلخ د چارو د سوله ییز لېږد پر اړتیا ټینګار وکړ.

One thought on “صلاح الدین رباني او د جمعیت غړي له نور سره د خبرو لپاره مزارشریف ته تللي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *