تاند- عبدالله عبدالله نن د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته تر تلو لږ مخکې د خپلو پلویانو په غونډه کې وویل چې د دوو مرستیالانو ترڅنګ به د بریالیتوب په صورت کې اجرايیه ریاست او د اجرايي رييس دوه مرستیالان هم ولري.
ده ونه ویل چې څوک به اجرايي ريیس وي.
عنایت بابر فرهمند، چې جنرال عبدالرشید دوستم ورمعرفي کړی او اسدالله سعادتي چې عبدالکریم خلیلي معرفي کړی، د ښاغلي عبدالله لومړی او دوهم مرستیالان دي.
په غونډه کې ښاغلي خلیلي او جنرال دوستم وویل، د هر چا چې دوی ملاتړ کړی، د ولسمشرۍ چوکۍ ته بریالي شوي دي.
د عبدالله د پلویانو په غونډه کې د جمعیت ګوند مشر او د بهرنیو چارووزیر صلاح الدین رباني بې له دې چې د فدرالیزم نوم واخلي، د نظام پر غیرمتمرکز کولو ټینګار وکړ، ویې ویل«د خلکو د ارادې د تمثیلولو لپاره ضروري ده چې د نظام اوسنی جوړښت او د تصمیم نیولو مرجع بدله شي او دا زموږ همېشنۍ غوښتنه وه او ده. زموږ د عدالت غوښتونکې مبارزه په نتیجه کې اوس نور هم وايي چې د افغانستان ستونزې د نظام له غیرمتمرکز کېدو سره نه شلېدونکی تړاو لري.»
ده عدالت غوښتنه له جنبش او وحدت ګوند سره د یووالي مهم عامل وباله، ویې ویل چې درې واړه ګوندونه په دې اصل کلک باورمن دي:
«موږ په دې باور یوو چې د ټولنې او نظام په ټولو برخو کې د ټولنیز عدالت له تحققه پرته امنیت او ثبات نه رامنځته کېږي؛ او په بله ژبه عدالت په اوسنیو شرایطو کې زموږ له ټولنې ورک دی.»
خو دې غونډې ته ښاغلیو دوستم او خلیلي په خپلو ویناوو کې د قومونو پر یووالي ټینګار وکړ.
جعیتان د افغانستان تجزیې ته لاره برابره وي، افسوس په پښتنو جمعیانو