تاند- د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني د خپل ګوند د یوه بل مشر یونس قانوني هغه څرګندونې وغندلې، چې په وروستیو ورځو کې رسنیو افشا کړې.
ښاغلي رباني د یونس قانوني څرګندونې د خپل ګوند د غړیو د روحیې خرابوونکې وبللې.
یونس قانوني ویلي چې د ګوند مشر صلاح الدین رباني د عبدالله عبدالله له لوري د اشرف غني په مشرۍ د ولسمشر د دوهم مرستیال په توګه کاندیداتورۍ ته هڅول شوی دی.
قانوني په عین حال کې چې د جمعیت ګوند غړي هڅولي چې خپل کاندید احمدولي مسعود ته رایې ورکړي، ویلي چې د حنیف اتمر مرستیالي یې منلې ده.
قانوني په خپلو خبرو کې، چې د جمعیت ګوند ځانګړو غړیو ته په خطاب کې یې کړي، په عین حال کې له اتمر سره خپله نه وفاداري ثابته کړې ده.
ده په سیستم کې پر بدلون بیا بیا ټینګار کړی او ادعا یې کړې چې حنیف اتمر په دې برخه کې ټولې خبرې ورسره منلي دي.
د ډېرو کتونکو په باور د قانوني دې څرګندونو د ښاغلي اتمر دریځ ته سخت زیان اړولی دی.
اتمر د هغو خلکو له ملاتړه برخمن دی چې د افغانستان پر یووالي، د مرکزي حکومت پر ټینګښت او له سیمه ییزو زورواکانو سره په مخالفت باور لري.
خو قانوني، د مرکزي حکومت د کمزوره کولو لپاره د یو شمېر شرطونو یادونه کړې او ویلي دي چې ښاغلي اتمر دا شرطونه ورسره منلي دي.
ده ویلي چې ولسمشر به ۳ مرستیالان لري، اجرايي ریاست به په صدارت بدلېږي، او والیان به نیمه انتخابي کېږي.
«موږ ته که په جوړښت (د حکومت) کې بدلون را نه شي مرستیالي هیڅ معنا نه لري، ریاست خو موږ ته نه رارسېږي، په دې دور کې باید زموږ ستراتیژیک هدف دا وي چې جوړښت له ریاستي څخه نیمه ریاستي ته بدل شي؛ یعني ولسمشر ۳ مرستیالان ولري، اجراییه ریاست پر صدارت تبدیل شي، د صدارت صلاحیتونه په ټولو چارو کې مشخص شي، والیان نیمه انتخابي شي او یوه عالي مشورتي شورا جوړه شي چې ټول مشران په هغې کې شامل وي. دا څلور وړاندیزونه مو وکړل او د جمعیت ګوند د سیاسي پروګرام په توګه مو وړاندې کړل چې که هر کاندید ورسره موافقه وکړي د هغه به ملاتړ کوو.»
قانوني سره له دې چې ټینګار کوي چې له دې طرحې سره د موافق کاندید ملاتړ کوي، وايي چې د دې ترڅنګ به د ولسمشرۍ لپاره د جهاد او مقاومت (جمعیت) جلا کاندید هم دروي او احمدولي مسعود ځان کاندید کړی چې جمعیت یې ملاتړ کوي.
اتمر تراوسه پورې د قانوني ادعاوې رد یا تایید کړي نه دي.
صلاح الدین رباني ویلي چې د قانوني څرګندونې مخکې تر دې چې د ده له لوري د هغو د خپرېدو امر وشي، خپرې شوي دي.
خو د سیاسي چارو ځیني کتونکي د ښاغليو قانوني او رباني څرګندونې په جمعیت ګوند کې، چې په ۲۰۰۱ م کال کې پر افغانستان د امریکا د حملې په نتیجه کې پر افغانستان لا زیات واکمن شوی دی، د ژور اختلاف ښکارندوی بولي.
ځینې نور بیا وايي، جمعیت داسې لاره خپله کړې چې هم په واک کې شامل وي او هم اپوزیسیون وي.
د دوی په باور که د غني یا اتمر ډله بریالۍ شي د ولسمشر لومړۍ مرستیالي به د دوی وي او که د نورو کاندیدانو رایې ووېشل شوې، د دوی اصلي کاندید احمد ولي مسعود ته به چانس په لاس ورشي چې واک ترلاسه کړي.
اتمر صیب د مور شیدې دي سه ،دا خو ته تر اوسه ولسمشر سوی نه يې ، دومره ګلان ته دې اوبه ورکړي،ته د افغانانو په بربادې پسې یې ، زه یقني چي دا معامله تا کړې ، که چيري تا نه وای کړې ، نو غبرګون دې خامخا ښوده ، شکر چي پر وخت رسوا سوې ، ما غوښتل چي تاته رایه درکړم ، خو اوس له تا سخت کرکه لرم . تاته شورا نزار مبارک وي ، زورکه که ولسمشر سوې؟