صلاح الدین رباني

تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني له خپلې دندې څخه استعفی ورکړه.

نوموړي په خپله استعفا نامه کې ویلي، د حکومت له پیله تر اوسه د ولسمشرۍ ماڼۍ له کارونو سره موافق نه و چې له کبله یې په تنګ راغلی او اوس استعفی ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې صلاح الدین رباني د حکومت له پیله تر اوسه د ډاکتر عبدالله په سهم کې د بهرنیو چارو وزارت سمبالوونکی و، درې کاله وړاندې ولسي جرګې له نوموړي څخه د اعتماد رایه اخیستې وه، خو نوموړی تر اوسه پر خپله دنده د سرپرست په توګه پاتې و.

له ولسمشر غني سره د صلاح الدین رباني اوږد اختلاف د دې سبب شوی و چې له اوږدې مودې راهیسې ارګ خپله بهرنۍ پالېسي د بهرنیو چارو وزارت پر ځای پخپله ترتیب او وړاندې کړي.

ارګ لا تر اوسه په رسمي ډول د رباني د استعفی په اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینې وایي، رباني د هغه د خپلسریو له کبله له دندې ګوښه شوی دی.

3 thoughts on “صلاح الدین رباني له بهرنیو چارو وزارت څخه ګوښه شو”
  1. دافغانستان د ديپلوماسي په تاریخ کې د ضرار احمد مقبل عثماني او ملا صلاح الدین رباني په څېر عاطل ، باطل او جاهل وزیران نه وو تېر شوي. دوی دواړو د افغانستان د تاریخ پدې حساس پړاو کې زمونږ د هېواد ډېر چانسونه له لاسه ورکړل. ملا صلاح الدین رباني د شمالي کوریا ولسمشر ته د نویو راکټونو د استعمال د درېدلو لپاره هغه هېواد ته اخطار هم ورکړی وو. په ضمن کې نوموړي څو ځله پربدخشانیانو د جمعیت اسلامي د رهبر په توګه وسله توزیع کړه او دولت ته یې هم اخطار ورکړی وو چې که د ده یکه تازي ونه منل شي غرو ته به وخېژي.
    ملا صلاح الدین رباني د افغانستان د خارجي سیاست د رهبري اوانسجام وزارت په یو شخصي شرکت تبدیل کړ او هلته یې ټول منسوبین او له هېواده د باندې په سیاسي او قونسلي نمایندګیو کې خپل دوستان او بدخشانیان مقرر کړل چې دوی له خپلو هېوادوالو سره په زشت چلند سره نور هم بدنامه کړ.

  2. خَرَکی را به عروسی خواندند
    خَر بخندید و شد از قهقهه سست

    گفت من رقص ندانم بسزا
    مطرِبی نیز ندانم بدُرُست

    بَهرِ حمّالی خوانند مرا
    کآب نیکو کشم و هیزم چُست

  3. دا د غله زوی باید هماغه وخت چې پارلمان کې یې لکۍ وشکیده، شړل شوی وی، اوس خو هسې هم نوې کابینه به جوړیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *