صلاح الدین رباني

تاند- په داسي حال کې چې جمعیت ګوند د افغانستان له پخواني ولسمشر سره د خپلو سپکو غړیو ښکنځلې غندلی، د دغه ګوند مشر صلاح الدین رباني په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار د غبرګون په وړاندې توند ځواب ویلی دی.

صلاح الدین رباني، چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی، د اسلامي جمعیت ګوند له لوري د دغه ګوند په رسمي فېسبوکپاڼه کې ویلي«د ملي امنیت سلاکار له دې پېښې ۳ ورځې وروسته په داسي حال کې چې د هلمند ناوه ولسوالي طالبانو ونیوله او د کندوز ولایت مرکز د سقوط په درشل کې دی، تونده اعلامیه خپره کړه.»

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د پخواني جمعیتي مشر رباني د تلین په مراسمو کې پر حامد کرزي د پخوانۍ شمال ټلوالې د لنډغرو سپکاوی په کلکه وغانده.

صلاح الدین رباني لیکلي، د ښاغلي اتمر په نظر د میزان د نهمې نېټې پېښه له خاصو کړیو سره، چې د بهرنیو استخباراتو له ملاتړه برخمنې دي، تړاو لري.

ده همداراز ویلي«اسلامي جمعیت له ډېرو کلونو راهیسي له ټولو بهرنیو ګوډاکیانو او د سیمې او نړۍ د استخباراتي ادارو له ملاتړو سره مبارزه کړې او د اعلامیې خپروونکي هم په دې حقیقت ښه پوهېږي.»

د جمعیت ګوند مشر د خپل ژوند لویه برخه په پاکستان کې د نورو تنظیمي مشرانو په شان د آی ایس آی په سیوري کې تېره کړې ده او د مجاهدینو د حکومت د مشرۍ مقام هم نوازشریف د پېښور په ګورنرهاوس کې ورکړی و.

په همدې حال کې جمعیت ګوند د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د لویې جرګې په خیمه کې د رباني د تلین په مراسمو کې د کرزي د سپکاوي په اړه ویلي چې دا پېښه د دوی لپاره د غندلو ده.

دغه ګوند په عین حال کې ویلي چې دوی د رباني د تلین مراسمو ته کرزی نه و وربللی خو له دې سره سره کرزی د دوی د مشر د درناوي لپاره په خپل سر ورغی او د دوی پلویانو یې سپکاوی وکړ.

صلاح الدین رباني د افغانستان د ملي امنیت له سلاکاره غوښتي که د کرزي د سپکاوي په قضیه کې د بهرنیو کړیو لاس لرل ثابتولی شي، جزییات دې یې له جمعیت ګوند سره شریک کړي او که داسي نه وي غیرضروري اعلامیې دې نه خپروي.

صلاح الدین رباني، چې د بهرنیو چارو وزیر دی او د ګوند په زرګونو غړي یې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسي د ولسمشر له مرستیالۍ رانیولې د دولت اکثره چوکۍ په کنټرول کې لري، وايي چې رباني او لسګونه نور کسان په مرموز ډول وژل شوي او د هغوی دوسیې په شفاف ډول نه دي څېړل شوي.

8 thoughts on “صلاح الدین ریاني د کرزي د سپکاوي په تړاو د ملي امنیت د سلاکار پر اعلامیې غبرګون وښود”
  1. ده همداراز ویلي«اسلامي جمعیت له ډېرو کلونو راهیسي له ټولو بهرنیو ګوډاکیانو او د سیمې او نړۍ د استخباراتي ادارو له ملاتړو سره مبارزه کړې
    KGBISICIAMI
    دایی ډيره جالبه خبره دی زه هم ورته حیران شوم

  2. د صلاح الدین ربانی تنده لحجه او یا تند توب ندی ملامت تاسی دده د کورنی نور غړی لکه ورونه او خویندی وپلټی چی څه کار کوی بیا په هما غه اندازه ور څخه ګیله وکړی د فامیل تربیه یی وپو شتی بیا تری ګیله وکړی ددوی نه ګیله نده پکار

  3. ، محترم صلا ح الدین جانه ! تاسې د اسلا میت ، انسا نیت او افغا ني کلتور ټولې پولې و نړ ولې، لږ شرم پکار دۍپښتو کې یو متل دۍ وایي چې، زه د په مړي ژاړم ته مې په خوله خا ندې، تاسې کله مرګ لرۍ هغه عمل چې کرزي ستاسې په مقابل کې وکړ که لږ شا نته غیرت مو هم لرلۍ با ید ځانو ژنه مو کړې واي

  4. هغوی ته چې الله ج عزت ورکړی وی د پکوړیانو په خوله نه بی عزته کیږی.
    تر دې ښه ثبوت به نور چیرته وی چې ښکنځل کوونکی پکوړی خارجی پاسپورت لري ، لکه د تروو مچ په هرمجلس کې ځان غورځوي.
    هغه کس چې زمونږ د مشرانو سپکاوی کوی، نفاق خوروی ، دومره امکانات لري چې په ډیره آسانی سره هر هیواد او هره مهمه غونډه کې برخه اخیستی شی ، په واضیح ډول سره د یو چا له خوا حمایت کیږی.
    د قضېې د حل لار داده چې داسې وړو او « پیش پا افتاده » غونډو کې لکه د ربانی ، مسعود د مړینې د خوشحالی په جشنونو او غونډو کې زمونږ ملی مشران ، د تنظیمونو رهبران ، دولتی مقامات ،مدني ټولنو مخکښان نور مهم شخصیتونه برخه وانه خلی. په تدریج سره به دوی هم خپل ځانونه وپيژنی ، د خلکو غوږونه به له بیځایه چیغووهلو نه په آرامه وی.

  5. دکله نه چه بهرنی قواوی افغانستان ته راغلی دی داخلک ډیر بی ادبه شویدی، ډیر مغرور شویدی اوهم په فساد اخته شویدی

    زه صلاح الدین جان ته وایم، که غواړی په افغانستان کی د آمن ژوند وکړی، نودافغانستان کلتور اورواج ته به احترام لریی، که نه په دیی خاوره کی ستاسو دلنډه غرو اوباشانو ملګرو پشان ډیر ورته خلک ترګړنګونو لویدلی دی

    وای میږی یا مرچه ته چه خدای په قهر شی نو وزری اوڅانګونه وکړی، نوتاسو هم اوس دمیږی اومرچه حالت ته رسیدلی یاستی، مکوی په ارامه کښینی که نه دریښتینو افغانانو لخوا به دکلک غبرګون سره مخامخ شی

    کاشکی تاسو ته خپلو مشرانو اخلاق درښودلی وای، کاشکی تاسو په ناسته پاسته پوهیدلای وای، کاشکی تاسو په سیاست پوهیدلی وای، اوهم به درته ووایم که استعدادها واینده هایتان قابل تشویش است

  6. ښاغلى ربانى تاسو مخ او شا لرى کله مو هم زانته پام کړى دى چه تاسى په دى هيواد که څه روان کړى دى لږ په خپلو کړن لارو غور وکى دا د طاليبانو ليکى چه ورځ له بلى پياوړى کيږى او پر مخ تک کوى دا ټول ستاسى دا ناسمى کړن لارى دى د افغانستان خلګ يي دى ته اړيستلس دى چه د طالبانو د ډلى سره يو ځاى سى ستاسو دا دا دونه تعصب او تبعيض خلګ مجبوره کړل تاسو به غير د خپل ناولى حذب نه بل هيڅٶک هم په قدرت نشى زغملاى نو د افغانستان وګړى مو او دى حدته رسولى دى چه نور نو هيڅ زغم ندى ور پاتى بس نن يا سبا ټول ميلت يو بيسارى اقدام ته ملا وتړى چه بيا به ستاسو دا حالت ډير ارمان وي خو په لاس به څه نه درزى و سلام

  7. I am afraid that Salahudin lost his mind!!!! I would suggest him to mindhis language when he writes/say a baseless crap about leaders of the region. Does he think a person will ever attend an event where he is not warm welcome invited????? Now it is crystal clear that this was a pre-planned shit made by Salahudin and other stupid members of his team. I would ask him to headout from his window and have a look at the social media where leaked the invitation made by Jamiat to HE Hamid Karzai and this will help him not to be more stupid and polish

  8. دافغانستان تاریخ ته په کتو سره پښتانو مشرانو تل دغېر قوم خلکو وړو وړو قومونو په مقابل کې دمشرانو وروڼو رول ادا کړی تل یې د کشرانو په څېر شفقت پرې کړی ، تل یې مینه ورکړي ،تل یې له خپله ځانه لوړ بللي دي او د عزت په سترګه یې ورته کتلي دي خو! متعاسېپانه چې د خلکو اکثریت ډلو تل زموږ مشرانو، ملي نوامېسو، ملي ګټو،او ملي هویت ته په سپکه سترګه کتلي دي او زموږ مشران یې په کنځلو سپکو سپورو لمانځلي دي خو! بیاهم زه ګیله له خپلو مشرانو کوم چې ځکه چې بې اصله خلک دچا دپت او عزت خیال نه ساتي نو پکار ده چې باېد تل یې د خپلې څپېړې لاندې ونیسي نه د شفقت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *