د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر
خبرپاڼه
۱۳۹۳کال د چنګاښ ۸ مه نېټه
تيره ورځ له غرمې وروسته د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د يوه نوماند ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د يوې غونډې په ترڅ کې ځينې صوتي ټيلفوني غږونه خپاره کړل
پدې خپرو شويو غږونو کې يوه جعلي ټيلفوني اړيکه د پکتيکا والي ښاغلي محب الله صميم او د ټولټاکنو خپلواک کمسيون د دارالانشا پخواني مشر ښاغلي ضياالحق امرخېل ته منسوبېده.
د پکتيکا والي ښاغلي محب الله صميم ياده ټيلفوني اړيکه جعلي وبلله او زياته يې کړه، چې د ټولټاکنو ملي پروسه بايد په جعلي غږونو زيانمنه نشي، صميم وويل چې اساسي قانون، د ډېموکراسۍ اصولو او ملي ګټو ته ژمن او ساتوونکی يې دی
نوموړي وويل چې له ټاکنو يوه اونۍ وړاندې يې د ولسمشر جلاالتماب حامد کرزي د فرمان پر اساس او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رسمي ليک پر بنسټ يې د پکتيکا ولايت ټولو ملکي او نظامي منسوبينو ته په ټاکنو کې د بې پرېوالي سپارښتنه کړي وه، تر څو حکومتي مامورين په ټاکنو کې نه د چا په ګټه او نه هم زيان کار وکړي، د صميم په وينا چې دې اصل ته پخپله هم ژمن پاتی شوی دی
ښاغلي صميم زياته کړه چې افغانانو په ډيرو سختو شرايطو کې د سر په بيه د ټولټاکنو په دوو پړاوونو کې برخه واخيسته، نوموړي له دواړو نوماندانو وغوښتل تر څو د خلکو رايو ته درناوی وکړي او په لومړي ځل د سياسي لېږد دا ملي پروسته زيانمنه نه کړي
مخلص افغان
د پکتيکا ولايت وياند