زه په دې یوه خبره پوه نه شوم چې زمونږ اکثره ملایان د صوفیانو مخالفت ولې او په څه کوي، یا خو دوی له شعره او ادبه ناخبره دي او یا هم ورته د اشعارو ترمنځ توپیر سخت دی، زما په نظر صوفیزم د اسلام د تبلیغ هغه نرمه او بې تشدده لاره ده چې که اهل عقل یې لږ هم درک کړي نو فکر کوم د ملا له وهلو ډبلو به د خدای ج په حقانیت او د اسلام په ارزښت ښه پوه شي، زه فکر نه کوم که د ملا صاحب وهلو دې یو ځوان له اسلامه د رحمن بابا د دې شعر څخه په ښه توګه اګاه کړی وي.
 
د رحمن وینا به هله در په یاد شي
چې دې یو دېوال ته مخ بل ته دې شا شي
 
او یا دې هم د ملا صاحب د ممبر د ټولې ورځې د تقریر څخه چا دومره فلسفه اخیستې وي‌ لکه د دې یوه بیت په اندازه:
 
هر زنده چې د مرده په قبر ورشي
بس دې دومره نصحیت په دې دنیا
 
 
د صوفیانه کلامونو فلسفه او په اسلامي ټولنه کې یې ارزښت د مولانا محمد امیر بجلیګر صاحب او د هغه په شمول له نورو هغو علماو واورئ چې له صوفیزم سره یې خورا مینه او علاقه وه ..
 
غوټه چې په لاس خلاصیږي خولې ته څه ضرورت دی، یو انسان چې په نرمه پوهېدی شي، د شعر په خوږه ژبه له اسلامه خبرېدی شي د هغه وهلو ډبولو ته څه حاجت دی، که په وهلو یو څوک عالم کیدی شاید زمونږ په هېواد کې هم د انشتین غوندې فیزیک پوه وی، د بېلګېټس غوندې به چا راته کمپیوټر او مختلفې وېنډوګانې ایجاد کړې وی.. یا خو به هغه غربي بې وهلو ټولنه زمونږ پشان وروسته وی او زمونږ د اخ او ډب ټولنه به د هغوي پشان دومره پرمختللې وی .. اسلام بې تشدده کړی، اسلام له بدنامۍ راوباسی او بالاخره اسلام د مینې، محبت او ورورولۍ دین معرفي کړی …
د رحمن بابا په لاندې بیتونو سره لیکنې ته د پای ټکی ږدم:
 
 
په دنیا کې خطا نشته که له تا نه وي خطآ
 
دنیا بده دهغو ده چې یې کسب وي ریا
 
یا یې ټوله کا په ظلم یا د خمر په سودا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *