ضمیر کابلوف

تاند، یکشنبه، د میزان ۱۴مه: د کابل لپاره د روسیې خاص استازی ضمیر کابلوف چې د خپلو څرګندونو له کبله د طالبانو په ویاند مشهور شوی، یو وار بیا یې ویلي چې افغان حکومت د جګړې په ډګر کې ناکام دی او دې کار طالبانو ته مشروعیت وربخښلی دی.

نوموړي د هند له ستراتیژیک نیوز انټرنیشل سره په تازه مرکه کې له طالبانو سره د امریکایانو د خبرو بیا پیل، ټاکنو او د دغې تروریستي ډلې د مشروعیت په تړاو څرګندونې کړې دي.

ښاغلي کابلوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه، چین، ایران، ازبکستان، انډونیزیا او پاکستان ته په سفرونو د طالبانو ډلې مشروعیت ترلاسه کړی دی؟ ویلي دي چې دغو سفرونو طالبانو ته مشروعیت نه دی ورکړی بلکې د کابلوف په خبره دا مشروعیت هغوی ځانته د جګړې په ډګر کې ترلاسه کړی دی: ((طالبانو ځانته د نړیوالو او افغان ځواکونو په مقابل کې د بریالۍ جګړې له کبله مشروعیت ترلاسه کړی، دا د کابل د حکومت ناکامي وه چې د جګړې ډګر یې خپل نه کړای شو او د طالبانو د مشروعیت سفر له همدې ځایه پیل شو.))

 ښاغلي کابلوف ویلي، دوی پوهېږي چې له طالبانو سره له مذاکراتو پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتللی

دا په داسې حال کې د چې افغان ځواکونو پر روسانو کره اسناد موندلي دي چې په افغانستان کې یې طالبانو ته نظامي مشاورین ورکړي دي، وسلې ورکوي او کندوز سره پر پوله یې ورته په تاجکستان کې د وسلو او تجهیزاتو د ترمیم یو لوی ورکشاپ هم پرانیستی دی.

د افغانستان حکومتي سرچینې دغه راز وايي، چې د طالبانو سره قطعه په تاجکستان کې  د روسي جنرالانو تر څار لاندې روزل کېږي چې په دې وروستیو کې افغان ځواکونو د دغې قطعې ډېر مهم کسان ورته ووژل.

همدا راز څو ورځې وړاندې د افغانستان دملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په نیویارک کې د شوروي اتحاد په اړه وویل، افغانانو د دغه لوی ځواک غلامي قبوله نه کړه نو د پاکستان او د هغوی د ګوډاګیانو غلامي به هیڅکله ونه مني.

ښاغلي محب ډاډ ورکړ چې طالبانو خپل نظامي ځواک له لاسه ورکړی دی او په جګړه یې هم ختمولی شي.

One thought on “ضمیر کابلوف: طالبان په جګړه کې بریالي دي ځکه یې سیمه یز مشروعیت ترلاسه کړی”
  1. zameer kabuloff got new job.he working for as a spoksman of terrorist.terliban
    YOU FORGOT AFGHAN RUSSIA WAR.(DAWY DAWAY AFGHANSCAME)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *