تاند – احمد ضیا مسعود د اشرف غني احمدزي نژدې ملاتړي ایتلافي حکومت رد کړ. ده چې نن شنبې د خپلو پلویانو یوې ډلې ته په کابل کې خبرې کولې  وویل چې د عبدالله د ټیم کوم چارواکي که غواړي چې په حکومت کې همکاري وکړي د افغانستان د ښه راتلونکې لپاره به د هغوی هرکلی وکړو.

ضیا مسعود بیا وویل، د بدلون او دوام ټیم دوهم ځلي انتخابات ګټلي دي، ځکه چې یو ملي ټیم یې جوړ کړ او د مجاهدینو مشران ورسره دي.

ضیا مسعود د ډاکټر عبدالله پر انتخاباتي ټیم انتقاد وکړ چې د کمپاین پر مهال یې د کوڅې او بازار د هرزه خلکو ژبه وکاروله. ده وویل، د تحول او تداوم د انتخاباتي ټیم د رایي د زیاتیدو په دوهم دور کې یو اساسي علت همدغه و چې د ده په وینا د تعصباتو او قومګرایي ټیم په خپلوکمپاینونو کې له بازاري ادبیاتو استفاده وکړه او د هیواد ملي او مطرح شخصیتونه یې توهین کړل.

احمد ضیا مسعود  بیا پر انتخاباتي کمیسیونونو غږ وکړ چې ابتدایي نتیجې د دوشنبه په ورځ اعلان کړي ځکه چې نور د افغانستان خلک د نتیجو له ځنډیدو ستړې شوې دي.

مسعود وویل، هغه څوک چې غواړي د انتخاباتو نتیجې وځنډوي هغوی ډیموکراتیک بهیر ته ژمن نه دي.

ضیا مسعود چې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د نوماند زلمي رسول لومړی مرستیال و او بیا له اشرف غني سره یوځای شو، نن خپلو پلویانو ته وویل: « ځنډ او خنډ نه منو موږ ګټلې ده» د دې خبرې له کولو سره په تالار کې د پروان، پنجشیر او کاپیسا راغلیو قومي مشرانو او قوماندانانو چک چکې وکړې.

د خبرو پر مهال د ضیا مسعود شاته د شمال د ایتلاف د نامي قوماندان احمد شاه مسعود غټ عکس راځوړند و یوه کونج ته یې د برهان الدین رباني عکس هم ښکاریده.

0 thoughts on “ضیا مسعود: د تعصباتو او قومګرایي ټیم د هیواد ملي شخصیتونه توهین کړي”
  1. هیله ده چې د دې سړي په راتګ سره هغه ټول لنډغر چې لاسونه یې په وینو سره دي، فساد یې کړی او ملي ګټو ته هېځ ژمن ندي، یوځل بیا په واک کې شامل نشي. په ټاکنو کې خلکو ځکه ښاغلي اشرف غني ته رایه ورکړه چې د شر او فساد د ډلې څخه ځانونه خلاص کړي. خلک هیله لري چې د دې ډلې د لارښود انځورونه چې کابل او نور هېواد یې بدرنګه کړی، د صدام د انځورونو په شان لاندې را وغورځول شي. هیله ده چې دا ډله بیا دومره امتیاز تر لاسه نکړي، چې د نورو ګټو ته لکه د پخوا په شان زیان و رسوي. پښتنو خو د تاریخ په اوږدو کې په ډېرې افرطي تېرېدنو سره د خپل قام، ژبې، کلتور او نورو سره ډیره جفا کړېده، او مونږ اوس ډارېږو چې یو ځلې بیا د افرطي احساساتو په ښودلو سره زیان ونه ګالو. هیله ده چې هر ملیت د خپل توان په تناسب په قدرت کې شریک شي. دا هغه ځه دي چې په ټوله نړۍ کې لیدل کېږي او اعتراض نه ورباندې کېږي. په ټوله نړۍ کې لږکي د ډېرکیو تابع دي. دا په دې مانا چې ژبه یې ملي او رسمي ژبه وي او په قدرت کې د نورو پرتله ډېره ونډه لري. خو د قانون په مقابل کې کې د ټولو مسولیت یو شان وی. په انفرادي توګه بیا لیاقت ډېر په کې مطرح دی. په تېرو دیارلسو کلونو کې ولیدل شول چې همدې ډلې او یارانو یې څنګه د پښتنو په ستوني پښې ور کېښودې او له خپلو حقه حقوقو یې بې برخې کړل. خلک په ډېر ځیر سره دې مسلې ته متوجه دي او خدای دې وکړي چې دا ځل حق .
    حقدار ته ورسېږي او د خلکو د مایوسۍ سبب نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *